Uncategorized

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د بحرین پر وړاندې سیالي وکړه

اړوند خبرونه:

فوټبال؛ اسپانیا د انګلستان په ماتولو د ۲۰۲۴ کال د اروپا جام خپل کړ

په فوټبال کې تاریخي پېښې

افغانستان په فوټبال کې هند ته ماته ورکړه

د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د خپلو دوستانه سیالیو په لړ کې یکشنبه د کب په ۲۶مه، د بحرین پر وړاندې سیالي ترسره کړه.

دا سیالي تېره ماښام د کابل پر وخت د شپې په ۷:۳۰ بجو په تایلند کې ترسره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ساحلي فوټبال لوبغاړو له دې وړاندې په دوستانه سیالیو کې د سعودي عربستان پر وړاندې یوه بریا او د جاپان پر وړاندې یوه ماته منلې ده.

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د هېواد د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د آسیا د ملتونو جام سیالیو کې چې په څو ورځو کې به په تایلند کې پیل شي، ګډون وکړي.

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په دغو سیالیو کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button