لوبېلوبې خبرونه

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د بنګله دېش نولس کلنو کم عمره لوبډلې ته ماتې ورکړه

دغه لوبه پرون دوشنبه د کب مياشتې په۲۳مه نېټه په ابوظبي کې تر سره شوه چې د بنګله دیش نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې پکې خپله لوبه افغان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې ته وبایلله

د افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا د نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو د درې اړخیزه سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان بنګله دېش ته د ١٥٨ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه لوبه چې د ابوظبۍ په ټولرېنس اوول کې ترسره شوه، بنګله دېش د لوبې پچه وګټله او افغانستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان نولس کلنې کم عمره ملي لوبډلې د سهیل خان د سلیزې او سلیمان عربزي د نیمه سلیزې پر مټ په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۷۱ منډو هدف کېښود.

د لوبې په دویم اېننېګز کې د بنګله دېش تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې توپوهنه پیل کړه خو د افغانستان د توپ اچوونکو پر وړاندې پاتې راغلل او يوازې په ٢٦ اورونو کې یې ١١٣ منډې جوړې کړې.

نور ولولئ: د افغانستان او پاکستان سياليو لپاره پاکستان خپله لوبډله اعلان کړه

افغان لوبډلې وکولی شول چې دا لوبه د ١٥٨ منډو په توپیر وګټي.

دا لوبلړۍ چې د افغانستان، سریلانکا او بنګله دېش د نولس کلنو کم عمره لوبډلو دا درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب په ابوظبۍ کې ترسره کیږي.

کرکټ بورډ له پاکستان سره د ملي ټيم لوبو لپاره مالي ملاتړ کوونکي هم اعلان کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکو درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره د افغان اتلانو د لباس ترڅنګ د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې د ملاتړ کوونکو نوملړ هم اعلان کړ. د یادو سیالیو لپاره د هېواد نوموتې مخابراتي شبکه اتصالات د مخکښ مالي ملاتړ، کام ایر هوايي شرکت د طلایي مالي ملاتړ او سوپر کولا شرکت د سیلور مالي ملاتړ په توګه اعلان شول. دغه راز رېریو (Rario) د لباس د لستوڼي د برخې د مالي ملاتړ حقوق خپل کړي دي.

نور ولولئ: افغانستان به په فبرورۍ کې له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي

او همدارنګه کرکټ بورډ په خپله رسمي فيسبوک پاڼه يوه ويډيو خپره کړې ده چې په هغه کې ملي لوبغاړي محمد نبي او ګلبدين نايب او روزونکي حميد حسن او رييس احمدزی له مينه والو غواړي چې د پاکستان په خلاف په دريو شل اوريزو لوبو کې د تشويق لپاره لوبغالي ته ورشي.

بل خوا پاکستان د افغانستان خلاف د دريو راتلونکو شل اوريزو لوبو لپاره خپله لوبډله اعلان کړې ده خو برعکس د افغانستان له لوري لا هم د لوبيدونکو لوبغاړو نوملړ نه دی اعلان شوی.‌

د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلو لوبې به د روانې مارچ مياشت په ۲۴مه، ۲۶مه او ۲۷مه په متحده عربي اماراتو کې وشي او ژوندی جريان به يې له ملي سپورټ تلويزيونه خپريږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button