ټکنالوجي

د افغانستان روبوټ جوړونکو ټیم قطر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي

ښځینه روبوټ جوړونکي د لوړو زده کړو لپاره قطر ته تللي دي

د افغانستان د روباټ جوړوونکو نجونو نوې ډله د لوړو زدکړو لپاره قطر ته تللې ده. د افغانستان د روباټ جوړوونکو نجونو د پخواني ټیم د غړو له ډلې اووه نجونې هم په قطر کې دي او دوه یې امریکا ته تللې دي

د طالبانو د حکومت پر مهال نجونې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته لېږل کېږي

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په حکومت کې نجونې د لوړو زده کړو لپاره بهر ته لیږل کېږي. د مسعود زاولي په نامه یو ځوان انجینر چې خور یې خجسته په دې ټيم کې قطر ته تللې او له تګ مخکې هغه ورسره په کابل هوایي ډګر کې انځور اخیستی، پر خواله رسنۍ لیکلي چې نن د یې د کورنۍ او خور لوی ارمان پوره شو چې لور یې د زده کړو لپاره له هېواده بهر ځي.

خجسته د تېر کال په کانکور ازمونیه کې د کابل پوهنتون کمپوټرساینس پوهنځۍ ته په لوړو نومرو بریالۍ شوې وه

نور یی ولوله | په عربي امارتو کې د چلونکې پرته موټر پیلیږي

نور یی ولوله | د هېواد په لسو ولایتونو کې د سېلابونو له امله د ۱۳ تنو مړینه

په قطر کې د افغان روباټ جوړونکو نجونو د ټیم یوې همغږې کوونکې سحرعطایې بي بي سي ته وویل چې پاتې دوې نورې غړې به هم ژر له دوی سره یو ځای شي

” له نیکه مرغه له ټول افغانستان څخه لس نجونې زده کوونکې له دریو میاشتینیو پرلپسې ازموینو او مرکو وروسته د روباټیک ټيم ته وټاکل شوې چې اته تنه یې قطر ته را رسېدلې او دوې نورې به هم د روانې میاشتې په ۳۱ نېټه راشي چې دلته به خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. د مسئولانو په وینا یادې روباټ جوړونکې د سلګونو نجونو له ډلې ټاکل شوې. له دې نجونو د انګلیسي، سایني مضمونونو او روباټ جوړونې په برخه کې ازموینې اخیستل شوې دي.

۲۰۱۷ کال کې روباټ جوړوونکو افغان نجونو په امریکا کې سلور مډال ګټلی و. لا مالومه نه ده چې دغه نجونې چا ټاکلې، چا ترې ازموینه اخیستې او څنګه د طالبانو لخوا اجازه ورکړل شوې چې له هیواده بهر د زده کړو لپاره لاړې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button