تجارت خبرونه

د افغانستان علومو اکاډمي؛ د کرنیزو محصولاتو د پروسس په اړه یې علمي سیمنار جوړ کړ

د افغانستان علومو اکاډمي نن د کرنیزو محصولاتو د پروسس په اړه علمي سیمنار جوړ کړ تر څو دې برخه کې عامه پوهاوی وکړي

دا سیمنار په داسې حال کې دایرېږي چې لا هم په افغانستان کې زراعت په دودیز ډول مخکې ځي او په دې برخه کې بزګران ځانګړې روزنه، نه لري.

د افغانستان علومو اکاډمي «یکشنبه، مرغومې ۲۴مه» د «اقتصادي وده کې د کرنیزو محصوولاتو د پروسس رول» تر نوم لاندې یو ورځنی علمي او څېړنیز سیمنار جوړ کړ.

د علومو اکاډمۍ سرمحقق مرستیال محمدطاهر رسولي یاد علمي سیمنار کې وویل، دا چې هېواد کې کرنیز محصولات په معیاري ډول نه پروسس کېږي، دې برخه کې د ننګونو مشخصولو او ورته د حل‌لارو لټولو لپاره یې دغه علمي او څېړنیز سیمینار جوړ کړی دی.

د کرنیزو محصولاتو پروسس کې ستونزه

د هغه په وینا، د کرنیزو محصولاتو د پروسس پر وړاندې د ستونزو د حل لپاره، د علومو اکاډمۍ ۲۱علمي او څېړنیزې مقالې چمتو کړي او اړوند بنسټونو ته یې استولي دي.

agriculture
agriculture

نوموړي وویل: «سړې‌خونې نه‌لرو چې کرنیز محصولات مو په سمه توګه پروسس شي او بازار ته وړاندې شي.» د علومو اکاډمۍ څېړونکی ویس‌الدین جواد د سړوخونو جوړول او عرضه او تقاضا کې انډول د کرنیزو محصوولاتو د پروسس لپاره له مناسبو حل لارو څخه بولي.

نور ولولئ: کوم خوراک باید سهار مهال ونه خوړل شي؟

نور ولولئ: یو شمېر سوداګر د پستې محصولاتو خرابېدو ته اندېښمن دي

نور ولولئ: د خوړو او درملو اداه: ۴۰۰ قلمه درمل او روغتیايي محصولات تولیدوو

هغه زیاته کړه: «د کرنیزو محصولاتو پروسس او د هېواد اقتصادي وده کې یې د رول په اړه دغه سیمنار جوړ شوی چې څنګه وکولای شو، کرنیز محصولات پروسس او پر وخت ترې استفاده وکړو.»

په دې برخه کې د شپږو زونونو رامنځته کول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت «اقتصادي پرمختګ کې د کرنیزو محصوولاتو د پروسس رول» تر نوم لاندې دې یو ورځني علمي او څېړنیز سیمنار ته استولي پیغام کې ویلي، ټاکل شوې هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د پروسس لپاره شپږ زونونه رامنځته شي.

د علومو اکاډمۍ د کرنیز انستیتیوت امر محمد میا مرهون وویل: «دغه وزارت د کرنیزو محصولاتو پروسس لپاره شپږ زونونه رامنځته کوي چې دا د کارموندنې او د کروندګرو محصولاتو پلور لپاره ښه زمینه رامنځته کوي.»

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولان د کرنې اړوند څېړنې، د کرنې میکانیزه کول او د کرنیزو محصولاتو راټولول، پروسس او ورته بازار موندنه د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه بولي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button