تجارت خبرونه

یو شمېر سوداګر د پستې محصولاتو خرابېدو ته اندېښمن دي

په بادغېس ولایت کې د پستې یو شمېر سوداګر د خپلو محصولاتو خرابېدو ته اندېښمن دي. دوی وایي، د پستې حاصلات یې د بازار نه‌شتون له امله ذخیره کړي او که مناسب بازار ورته پیدا نه‌شي، د خرابېدو امکان یې زیات دی.

عبدالمجید له تېرو شلو کلونو راهیسې بادغېس کې د پستې پر کاروبار بوخت دی. نوموړی وایي چې سږ کال یې د بازار نشتون له امله خپل د پستې حاصلات دلته ذخیره کړي دي. سوداګر عبدالمجید وايي: «د تېر کال د زمري په څلورمه چې موږ پسته اخیستې، تر اوسه مو نه‌ده پلورلې او ډېر زیات زیانمن شوي یوو.

په بادغېس کې د پستې یو شمېر نور سوداګر

په بادغېس کې د پستې یو شمېر نور سوداګر هم وایي، که حکومت یې توکو ته د صاداراتو او بازار موندنې زمینې برابرې نه کړي، کړې خوارۍ به یې په اوبو لاهو شي. سوداګر عبدالله وايي: «دوه کاله شول چې سوداګریز توکي مو ځای پر ځای کړي، په دوزخ درې سیمه کې مو پسته اخیستې، له پوسته مو کړې، تر څنګ یې ناست یوو. سوداګر حاجي محمد وايي: موږ ته ۶۶۰۰ افغانۍ تمامه شوې، تر اوسه رانه چا نه‌ده اخیستې او زموږ سر ته زیان دی.

نور یی ولوله | د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي
نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر د دفاع وزارت چارواکو سره لیدلي 

د اقتصادي چارو کارپوهان

په همدې حال د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان له حکومته د پستې حاصلاتو لپاره د بازار موندلو غوښتنه کوي. د اقتصادي چارو کارپوه محمد حسن مختار  وايي: «د پستې له سوداګرو سره دې مرسته وکړي او بازارونه دې ورته په اختیار کې وکړي او د پستې د بازار موندلو په برخه کې دې ورسره مرسته وکړي.

خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وایي چې د پستې صادراتو په پار یې هلې ځلې پیل کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وايي: «موږ هڅه کوو چې زموږ صادرات نور هم ډېر شي او پسته چې د افغانستان له مهمو صادراتو څخه ګڼل کېږي، ژر ورسېږي. دا مهال قلعه نو ښار کې یوه کیلو پسته په ۱۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېر کال یوه کیلو ان تر ۱۷۰۰ افغانیو پلورل کېده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button