نړیوال خبرونه

د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د پنځه میلیارده ډالرو کمک غوښتنه کړې

ملګري ملتونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو کمک غوښتنه کړې. د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې ‘یو این اوچا ‘ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې نن ‘سې شنبه جنورۍ ۱۱ مه ‘ د مرستې دا غوښتنه په شریکه وړاندې کړه. ملګري ملتونه وايي، افغانان اوسمهال له یوه داسې بحران سره مخامخ دي، چې په خورا چټکۍ سره په پراخېدو دی.

د بېړنیو بشري مرستو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټن ګریفتس په دې هکله وايي: دا د تشې ډکولو لپاره یو مهم اقدام دی چې موږ یې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې ږدو. له دې مرستو پرته راتلونکی تت ښکاري، موږ باید دا چاره تر سره کړو او که نه ‘د خلکو ‘ لېږد به وي، او ستړې، ستونځې به رامنځته شي. ” له افغانستان سره د بشري مرستو لړ کې ملګري ملتونه د څلور اعشاریه ۴۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کوي، چې د مسوولینو په وینا که دغه پیسې ترلاسه شي، د خوړو، دارو – درملو، خوارځواکۍ مخنیوي، څښاک پاکو اوبو، نظافت، سملاسي سرپناه، او خوندیتوب، زدکړو او کرنیزو مرستو لړ کې به د مرستندویانو لخوا افغانانو ته ورسول شي.

نور یی ولوله | احمد مسعود او اسماعیل خان د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره ایران کې کتلي

له افغان کډوالو او بې ځایه شویو کسانو سره د روغتیا، خوړو خوندیتوب، سرپناه او تعلیم په برخه کې د ۴۰ مرستندویه ادارو لپاره د ۶۲۳ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې. د مسوولینو په وینا د افغانستان نژدې نیمايي اوسېدونکي له لوږې سره مخامخ دي او دغه راز نژدې نهه میلیونه افغانان له خپل کور کلي بې ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو په وینا تاوتریخوالی، وېره او محرومیتونه د دې لامل شوي چې افغانان پرلپسې د خپل هېواد له پولو هاخوا او په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې د پناه موندلو هڅه وکړي. مسوولین وايي، اوسمهال دوه اعشاریه دوه میلیونه افغانان د کډوالو په توګه او څلور میلیونه نور افغانان بیا د غیر قانوني کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي.

میلیونونه ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي او د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه له ګواښ سره مخامخ دي. له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، د نړۍ مالي ادارو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې، له افغانستان سره د مرستې پر پیسو بندیزونه ولګېدل، د افغانستان اقتصاد په پرلپسې توګه مخ پر ځوړ شو او د سخت ژمي له راتګ سره د افغانانو ستونزې په ډېرېدو شوې. د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت له کبله په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه پراخه شوې او د ډېری افغانانو لپاره د کورنیو پالنه او په ژمي کې د کورونو تود ساتنه ګرانه چاره شوې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button