نړیوال خبرونه

احمد مسعود او اسماعیل خان د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره ایران کې کتلي

طالبان وايي، ایران ته د دوی تللي پلاوي له پخواني جهادي قومندان اسماعیل خان او د “ملي مقاومت جبهې” له مشر احمد مسعود سره لیدلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د دوی پلاوي په دې لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړی، چې کولای شي، هېواد ته ستانه شي.

وروسته د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل ته له ستنېدو وروسته کابل هوايي ډګر کې خبریالانو سره خبرو کې دا لیدنه تایید کړه. نوموړي وویل:   هو، له قومندان اسماعیل خان او احمد مسعود سره مو هم ولیدل، له نورو افغانان سره مو هم ولیدل، دوی ته مو ډاډ ورکړ، چې راتلای شي او افغانستان کې ډاډه ژوند کولای شي. دا یې خپل کور دی، موږ هیچا ته ستونزې نه رامنځته کوو. ” بل لور د ملي مقاومت یوې سرچینې ته دا لیدنه تایید کړې. ویل کېږي، دا لیدنه د ایراني چاروکو په منځګړیتوب شوې.

د طالبانو له لوري د پنجشیر ولایت له مرکز نیولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې طالبان د ملي مقاومت جبهې په نامه مخالفینو له مشرانو سره چې تر ډېره بریده یې مرکزیت په پنجشیر کې و، مخامخ خبرې کوي. د ایران حکومت له دې مخکې څو ځله په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر رامځته کېدو ټینګار کړی او تازه لیدنه په همدې لړ کې د خبرو زمېنې برابرولو یوه هڅه بلل کېږي. د ملي مقاومت جبهې یوې سرچینې ویلي، له طالبانو سره د سولې احتمالي مذاکراتو په هکله یوه اعلامیه خپروي.

نور یی ولوله | شمالي کوریا وايي هایپرسونیک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی

له دې مخکې د یادې جبهې ویاند صبغت الله احمدي یوه ټویټر پیغام کې ولیکل: ”په تهران کې له امیر خان متقي سره د احمد مسعود د لیدنې هېڅ پروګرام په پام کې نه دی نیول شوی، ” خو څو ساعته وروسته دا ټویټر پیغام لېرې کړل شو. د ایسنا خبري اژانس په رپوټ کې په دې تړاو د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده له قوله ویل شوي: ”ایران د دې خبرو کوربه و. د افغان لوریو تر منځ ښې خبرې شوې او هیله من یم چې د افغانانو لپاره به یې پایله ښه وي. ” ښاغلي خطیب زاده د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د سیاست په هکله وویل، ”زموږ نظر دا دی چې د افغانستان په جغرافیه کې دننه باید د افغانستان د ټولو قومونو غوښتنې په نظر کې ونیول شي او غږ یې واورېدل شي. ”

طالب چارواکي د بهرنيو چارو د چارسمبالي وزير امير خان متقي په مشرۍ ايران ته د تللي دغه پلاوي د خبرو پايلو ته خوشبين دي او هيله څرګندوي چې د دوى د رسميت پېژندنې په برخه کې اغېزناک ثابت شي. خو د ایران د ولسمشر په ګډون ایراني لوړ پوړو چارواکو په تېر کې ټېنګار کړی چې طالبان باید ټول ګډونی حکومت رامنځته کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button