افغانستان

تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افغانستان نیمايي وګړي په ښارونو کې ژوند وکړي

د افغانستان نیمايي وګړي؛ د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام وايي، تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افغانستان نمیايي وګړي په ښارونو کې ژوند وکړي او ښاري پراختیا به نوې ننګونې رامنځته کړي.

افغانستان په راتلونکو لسیزو کې د چټکې ښاري پراختیا پر لور روان دی. د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام UN-Habitat اټکل کړی چې تر ۲۰۵۰ کال پورې به د افغانستان نمیايي وګړي په ښاري سیمو کې ژوند وکړي.

د افغانستان لپاره د دغه پروګرام مشره سټیفني لوېس وايي، د هېواد د نفوس په جوړښت کې روان بدلون ښيي چې په راتلونکو کلونو کې به ښارونو ته د خلکو تګ او د ښاري سیمو پراختیا لا چټکه شي.

د افغانستان نمیايي وګړي او د ښارونو چټکه پراختیا

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام د اټکل له مخې، د افغانستان نمیايي وګړي به تر ۲۰۵۰ کال پورې ښاري ژوند غوره کړي. دا بدلون به د افغانستان پر اقتصاد، ټولنیزو خدمتونو او بنسټیزو اسانتیاوو پراخ اغېز ولري.

سټیفني لوېس وايي، د نفوس طبیعي زیاتوالی، له بهرنیو هېوادونو د کډوالو راستنېدل او د کار او عاید د فرصتونو لپاره له کلیوالو سیمو ښارونو ته د خلکو کډه کېدل د دې بهیر مهم عوامل دي.

د افغانستان نمیايي وګړي ولې ښارونو ته ځي؟

د ښاري کېدو تر شا ګڼ عوامل موجود دي. د کارموندنې فرصتونه، زده‌کړه، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او اقتصادي فعالیتونه هغه مهم دلیلونه دي چې خلک ښارونو ته هڅوي.

د نفوس له زیاتوالي سره به د افغانستان نمیايي وګړي په راتلونکو کلونو کې له نویو اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو سره هم مخ شي.

د افغانستان نیمايي وګړي، کابل او د اوبو مخ پر زیاتېدونکې ستونزه

د ښارونو چټکه پراختیا، په ځانګړي ډول په کابل کې، د اوبو پر سرچینو فشار زیات کړی دی. لوېس وايي، د کابل نفوس او پراخوالی د اوبو ستونزه لا جدي کوي.

که د افغانستان نمیايي وګړي په راتلونکو لسیزو کې په ښارونو کې ژوند وکړي، د پاکو اوبو، کورونو، روغتیايي خدمتونو او ترانسپورټ اړتیا به هم په بې‌ساري ډول زیاته شي. د افغانستان نیمايي وګړي

د ښاري پلان جوړونې اړتیا

د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو پروګرام ټینګار کوي چې د چټکې ښاري پراختیا مدیریت منظمې پلان جوړونې او پراخو پانګونو ته اړتیا لري.

د دې لپاره چې د افغانستان نمیايي وګړي له مناسب ژوند، کار او لومړنیو خدمتونو برخمن شي، باید د ښارونو زیربناوې له اوس څخه پیاوړې شي.

کډوال او د ښاري نفوس زیاتوالی

له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو په پراخه کچه راستنېدل هم د ښاري نفوس د زیاتېدو یو مهم عامل بلل کېږي. ډېری راستنېدونکي د کار او ژوند د اسانتیاوو لپاره ښارونو ته مخه کوي. د افغانستان نیمايي وګړي

په همدې حال کې، د افغانستان نمیايي وګړي ښايي د ښارونو پر محدودو سرچینو او خدماتو لا زیات فشار راوړي. د افغانستان نیمايي وګړي

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button