نړیوال خبرونه

د افغانستان په اړه دنوي ولسمشربايډن ممکنه تګلاره به څه وي؟

د افغانستان په اړه دنوي ولسمشربايډن ممکنه تګلاره به څه وي؟ټاکل شوې، چې ۷۸ کاله عمرذلرونکی جو بايډن د امريکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړي او په اولو ورځو کې د افغانستان په شمول د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خپل پلاونونه اعلان کړي.

ښاغلی بايډن، چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۲ پورې مرستيال ولسمشر وو د افغانستان جګړې مخالفت يې کاو او دلته يې د ځواکونو د زياتېدو په اړه نظر هم همداسې د کمېدو ډېر وو. اوس، چې بایډن په رسمي ډول د امريکا ولسمشر ټاکل شوی او نن يې د لوړې مراسم دي، د نورو قضيو سربېره د افغانستان موضوع د هغه لپاره مهم لومړيتوب دی، چې بايد په اړه يې خپله تګلاره روښانه کړي.

د دوه لسیزو راپدیخوابوش، بارک اوباما او ډونلډ ټرمپ وروسته جو بايډن څلورم ولسمشر دی، چې د افغانستان جګړه په ميراث ور پاتې کيږي.که څه هم جو بايډن د امريکا له تلونکي ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره د کورني سياست سربېره په يو شمېر مهمو موضوعاتو سخت اختلافات لري، خو له افغانستانه د خپلو پوځيانو د ويستلو په اړه يې تر اوسه له هغه سره مخالفت نه دی کړی.

ښاغلی ټرمپ د اقليم بدلون په اړه د پاريس له تړونه وتلی، همداراز له ایران سره له شوي اټومي تړونه هم په يو اړخيزه توګه وتلی، د خپلې واکمنۍ په لومړيو ورځو کې يې د يو شمېر مسلمانو هېوادونو پر اتباعو سفري بنديزونه لګولي، خو ويل کيږي، چې جو بايډن به د واک له تر لاسه کولو سمدستي وروسته په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي او د ټرمپ د دريځ پر خلاف تګلاره به خپله کړي.

بلخواد افغانستان سولې او د امريکايي پوځيانو وتلو په اړه يې تر اوسه د ټرمپ د دريځ مخالفت نه دی کړی او لامل يې هم شايد دا وي، چې جو بايډن په خپله د افغانستان د جګړې مخالف دی.ډېر خلک وايي چې هغه غواړي چې روانه جګړه نوره پای ته ورسیږي او دا سیمه یوذپر امنه سیمې باندې بدله شي.

جو بايډن چې د بارک اوباما د واکمنۍ پر وخت د هغه مرستيال و، په خپلوڅرګندونو کې يې افغانستان ته د اضافي پوځيانو د لېږلو مخالفت کاو او يو ځل يې ويلي و، چې د افغانستان د ښځو د حقونو لپاره دی خپل زوی «عسکر» نه شي قربانولی.هغه ویليوو باید نور جګړه ختمه شي او یوه نوې فضاء رامنځته شي.

د افغانستان په اړه دنوي ولسمشربايډن ممکنه تګلاره به څه وي؟
د افغانستان په اړه دنوي ولسمشربايډن ممکنه تګلاره به څه وي؟

داسې ویل کیږي، چې امريکا لپاره خپلې ګټې مهمې دي او ښايي دافغان حکومت د چارواکو ته اهميت ور نه کړي او د پوځيانو ویستلو او د افغانستان راتلونکي په اړه د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او عملي يې کړي.ځکه د دوحې د تړون په اساس به ټول خارجي امریکايي عسکر به افغانستان ترک کوي.او طالبان او امریکا به سولې ته سره رسیږي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button