د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه سبا ترسره کېږي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه به سبا دوشنبه (د غبرګولي ۱۸مه / د جون ۸مه) ترسره شي.
یوناما نن په خپل اېکس پاڼه لیکلي چې غونډه به د کابل پر وخت د ماښام په ۶:۳۰ بجو پیل شي او د افغانستان د روان وضعیت په اړه به پکې بحث وشي.
جورجټ ګانیون به امنیت شورا ته راپور وړاندې کړي
ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرسته جورجټ ګانیون د د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه کې د شورا غړو ته د هېواد د وروستیو سیاسي، امنیتي، بشري او بشري حقونو اړوندو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړي.
نوموړې به د افغانستان د اوسني وضعیت، روانو ننګونو او وروستیو بدلونونو په اړه خپل راپور د امنیت شورا له غړو سره شریک کړي.
د امنیت شورا غړي به غیرعلني مشورتي ناسته هم ولري
د یوناما د معلوماتو له مخې، له علني غونډې وروسته به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په یوه غیرعلني مشورتي ناسته کې هم د افغانستان د وروستیو تحولاتو او اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
د افغانستان وضعیت د نړیوالو بحثونو په محور کې
د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې د هېواد د بشري وضعیت، اقتصادي ستونزو او بشري حقونو په اړه اندېښنې لا هم د نړیوالو بنسټونو د بحث مهمه برخه جوړوي.
ملګري ملتونه او نړیوالې مرستندویه ادارې په پرلهپسې ډول د افغانانو د بشري اړتیاوو، اقتصادي ستونزو او د مرستو د دوام پر اړتیا ټینګار کوي.



