اقتصاد او سوداګري

د افغانۍ ارزښت؛ یو ډالر ۷۷ افغانۍ ته ښکته شوی دی

د یو ډالر ارزښت په ډېرې چټکۍ سره تر ۷۷ افغانۍ او ۸۶ پوله رالوېدلی دی

د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک د افغانیو د ارزښت د لوړېدو اعلان وکړ او د چهارشنبې په ورځ یې د یو ډالر ارزښت په ۷۷ افغانۍ او ۸۶ پوله اعلان کړ.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د نورو اسعارو پروړاندې افغانۍ هیڅکله دومره نه‌وه لوړه شوې.

د (وږي ۷مه) تر سه شنبې ورځې ځينو سرچینو د ډالرو د تبادلې بیه له ۸۲ افغانیو پورته ښودلې وه؛ خو د چهار شنبې په سهار د افغانیو په وړاندې د ډالرو د بیې ناڅاپي رالوېدل د تمې خلاف وو.

نور ولولئ: د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د بیې د رالوېدو لامل لا هم روښانه نه دی او د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزي بانک چې د اسعارو د تبادلې رسمي بیه اعلانوي، هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

شنونکي بیا دا ارزښت د بشري مرستو برکت بولي

یوشمېر اقتصادي کارپوهان وايي، د بشري مرستو په ا‌‌‌‌‌‌ډانه کې د لویدیځو هېوادونو د مرستو دوام، چې په اونۍ کې له څلوېښتو تر اتیا میلیونو ډالرو پورې افغانستان ته لېږل کېږي، په تېرو دوو کلونو کې د افغانیو د نسبي ارزښت ساتلو یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

همدارنګه د طالبانو تر واک لاندې د مرکزي بانک رییس هدایت بدري په کندهار کې په پنځو سویل لوېدیځو ولایتونو کې د دغې ډلې له والیانو او سیمه ‌ چارواکو سره په یوې غونډه کې د افغانیو د ثبات په اړه خبرې وکړې؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات نه دي څرګند کړي.

دغه طالب چارواکي په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې افغانۍ د ډېرو سیمه‌ییزو هېوادونو د اسعارو پر وړاندې خپل ارزښت ساتلی دی.

د بهرنیو اسعارو چلښت

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د بهرنیو اسعارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګول شو؛ خو په عملي توګه په بازار کې د ډېرو توکو بیې د ډالر پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له مخې ټاکل کېږي او په ډېرو سویلي او ختیځو ولایتونو کې په پاکستانۍ کلدارو او په ځینو لویدیځو سیمو کې په ایراني تومانو راکړه ورکړه کېږي.

نور ولولئ: طالبانو هدایت الله بدري د افغانستان بانک سرپرست ټاکلی

خو د طالبانو د مرکزي بانک رییس په دې غونډه کې وويل:« تر راتلونکو دوه نيمو مياشتو پورې به په سویل لويديځه حوزه کې په افغانیو راکړه ورکړه عامه شي او له دې وروسته څوک نه شي کولاى چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ګاونډیو هېوادونو اسعار وکاروي.»

که څه د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ښه شوی خو بازارونو کې د توکو له لوړ نرخ څخه خلک شکایتونه کوي او وايي طالبان یې په کنترول کې پاتې راغلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button