د افغان سوداګرو مالونو لیلام؛ د کراچۍ بندر سلګونه کانټینرونه لیلام ته وړاندې کړل

د افغان سوداګرو مالونو لیلام د کراچۍ په بندر کې پیل شوی دی. د افغانستان سوداګرۍ خونې دغه اقدام د سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د کراچۍ بندر ګمرک د افغان سوداګرو سلګونه کانټینرونه توکي، چې له اوږدې مودې راهیسې هلته ایسار وو، لیلام ته وړاندې کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکو د پاکستان دغه اقدام د سیمهییزو او نړیوالو سوداګریزو قوانینو خلاف بللی دی.
د افغان سوداګرو مالونو لیلام ولې پیل شوی؟
د بيبيسي د راپور له مخې، په کراچۍ بندر کې پر ایسارو کانټینرونو لوړې مالیې او د اوږدې مودې د ساتنې لګښتونه د لیلام له مهمو لاملونو بلل شوي دي.
افغان سوداګر مطیعالله هم تایید کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو او ترانزیټي لارو له تړل کېدو وروسته د ایسارو توکو لیلام څو ورځې وړاندې پیل شوی دی.
د افغان سوداګرو مالونو لیلام په داسې حال کې روان دی چې ګڼ شمېر سوداګر لا هم په پاکستاني بندرونو کې د خپلو توکو د برخلیک په اړه اندېښمن دي.
په پاکستاني بندرونو کې د زرګونو کانټینرونو برخلیک
د راپور له مخې، پاکستان د روان میلادي کال په لومړیو کې افغان سوداګرو ته اجازه ورکړې وه چې خپل ایسار ترانزیټي توکي له کراچۍ او نورو بندرونو بېرته اصلي هېوادونو یا نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هغه مهال ویلي وو چې د پاکستان په بندرونو کې د افغان سوداګرو شاوخوا ۱۵ زره کانټینرونه او محمولې ایسارې پاتې وې.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې د معلوماتو له مخې، له دغو توکو څه باندې ۶۰ سلنه بېرته هغو هېوادونو ته استول شوي چې توکي ترې راوارد شوي وو.
د سرچینې په وینا، د دغو محمولو یوه برخه د ایران چابهار او بندر عباس بندرونو ته هم لېږدول شوې ده.
د افغان سوداګرو مالونو لیلام د هغو سوداګرو لپاره تازه اندېښنې راپورته کړې چې لا هم په پاکستاني بندرونو کې ایسار مالونه لري او د بېرته ترلاسه کولو هڅې یې کوي.



