د افغان فعالانو ګډه اعلامیه؛ پر کونړ او هلمند هوايي بریدونه د ملي حاکمیت نقض دی

د افغان فعالانو ګډه اعلامیه کې پر کونړ او هلمند هوايي بریدونه غندل شوي او له نړیوالې ټولنې د افغانستان د ملي حاکمیت د ساتنې لپاره د اقدام غوښتنه شوې ده.
یو شمېر افغان رسنیزو، سیاسي او ټولنیزو فعالانو په یوه ګډ دریځ کې پر کونړ او هلمند هوايي بریدونه غندلي او دا اقدام یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض بللی دی.
د افغان فعالانو ګډه اعلامیه وايي، په دغو بریدونو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو زیانمنېدل له بشري اصولو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي.
د ملي حاکمیت پر دفاع د افغانانو ګډ دریځ
د اعلامیې لاسلیک کوونکو ویلي، افغانان د هېواد د کورنیو سیاسي مسئلو په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو د بهرني یرغل او د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض پر وړاندې د هېواد له خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع کوي.
د افغان فعالانو ګډه اعلامیه له نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د امنیت شورا له غړو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو له اړوندو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان پر خاوره د پوځي بریدونو او ملکي مرګژوبلې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
فعالانو غوښتنه کړې چې نړیوال بنسټونه دې د ورته بریدونو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره عملي اقدامات وکړي.
پاکستان دې امنیتي ستونزې په خپله خاوره کې حل کړي
په اعلامیه کې ویل شوي، که پاکستان له امنیتي ستونزو سره مخ وي، باید د حل لپاره یې په خپله خاوره کې مسئولانه لارې غوره کړي او د افغانستان پر خاوره له پوځي بریدونو ډډه وکړي.
اعلامیه د دغو بمباریو د ملاتړ او هرکلي په اړه هم نیوکه کوي. د لاسلیک کوونکو په وینا، هغه کسان چې د دې ډول بریدونو ملاتړ کوي، باید پوه شي چې «پر یوه هېواد د بل هېواد یرغل» سوله او ثبات نه شي رامنځته کولای.
د افغان فعالانو ګډه اعلامیه په پای کې د بریدونو د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټینګار کوي چې د افغانستان له خاورې، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع د افغانانو حق دی.



