نړیوال خبرونه

د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس ناستې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت خاموشي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغان ځواکونو په تړاو د کانګرېس د وروستي ناستې په تړاو ناخبري وښوده

یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو او د امریکا پوځ د افغان همکارانو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستنې په تړاو د څېړنې او ګواهۍ ورکولو په هکله ناسته وکړه، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو له خبرو ویلو ډډه کړې ده.

متیو میلر د پنجشنبې ورځ، سلواغې پر ۱۲مه په یوې خبري ناسته کې ویلي چې د امریکا کانګرېس د استازو جرګه یې نه ده څارلې نو ځکه کوم نظر نه لري.

بایډن د افغان ځواکونو د ساتنې لپاره څه کوي؟

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بایډن اداره د افغانستان د پخوانیو ځواکونو او په هاغه هېواد کې د امریکايي پوځیانو د پاتې ملګرو د ساتنې لپاره څه کوي، وویل: «زه له ټولو هغو شواهدو سره اشنا نه یم چې هلته وړاندې شوي، نو ځکه لېواله نه یم چې جزئیات او نظر وکړم.»

203336313 165650788958607 1153675789956079342 n
پخواني افغان ځواکونه

خو نوموړي ټینګار کړی چې طالبان باید عملي ګام پورته کړي او د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کېدو لپاره دې له ځپلو لاس واخلي.

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

نور ولولئ: د بریتانیا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو ځواکونو جنګي جرمونه څېړي

نور ولولئ: جنرال مکېنزي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو پښېماني ښودلي

له بلې خوا هغه امريکا ته د زرګونو ځانګړو ويزو غوښتونکو د غوښتنې په اړه ویلي چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت هڅه کوي څو دغه پروسه چټکه کړي او اوسمهال د هغو پخوانيو دوسيو  په هکله چې پاتې دي، کار کوي.

Department Press Briefing – February 1, 2024

د امریکا استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې تېره شپه د دغه هېواد پوځ د افغان همکارانو او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د غچ اخیستنې په اړه ناسته ترسره کړه.

په دروغو د بایډن حکومت تورنول

په دې ناسته کې د کانګرېس یوه غړي براین ماسټ د بایډن حکومت له افغانستانه د امریکا پوځ د پخوانیو همکارانو او د دغه هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو د لېږد په هکله په دروغو تورن کړ.

د امریکا کانګرېس په دې ناسته کې د ۸صبح ورځپاڼې د امتیاز څښتن سنجر سهیل د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ناوړه وضعیت د شاهد په توګه حاضر و.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د پخوانیو افغان پوځیانو او د امریکا پوځ د پخوانیو همکارانو د نیولو، شکنجه کولو او وژلو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button