نړیوال خبرونه

د افغان ښځو او نجونو د نیولو پر سر د طالبانو او یوناما ناندرۍ

د یوناما او طالبانو تر منځ رسنیزې ناندرۍ هغه مهال ډېرې شوې چې طالبانو تېره اوونۍ د حجاب نه مراعتولو په پلمه ځینې نجونې ونیوې

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف نهی عن المنکر د وزارت سرپرست محمد خالد حنفي ددغه وزارت د کارکوونکو له خوا د بدحجابۍ په تور د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د “یوناما” وروستي راپور ته تند غبرګون ښودلی او خبرداری یې ورکړی چې د ملګرو ملتونو دغه اداره دې په راتلوونکی کې د دغسې راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

ښاغلي حنفي د شنبې په ورځ جنورۍ ۱۳(مرغومې ۲۳) کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د یوناما راپور یو اړخیز وباله او د ملګرو ملتونو دغې ادارې څخه یې پر حقایقو د ولاړو خبرونو د خپرولو غوښتنه وکړه.

taliban1
انځور؛ طالبان یو شمېر نجونې نیسي او په زور یې موټرو ته خېژوي.

ښاغلي حنفي وویل: “یوناما په نوم چې یو طرف فیصله کوي نو مونږ یوناما ته دا خبره کول غواړو چې له ځان سره یاداشت کړي د اینده لپاره داسې یو طرفه فیصله او نشریاتو څخه خوداري وکړي. حقایقو ولاړ اخبار به تاسو نشروئ د هغې مطابق مونږ څخه دې پوښتنه کړې اسلامي امارت څخه او بیا د وزارت امربالمعروف څخه”.

د نجونو د نیولو په تړاو د یوناما دریځ

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما” لا تراوسه د ښاغلي حنفي دغو څرکندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

خو دمخه دغه دفتر ویلي و چې دغه موضوعات یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په ګډون، په مستقیمه توګه له حاکمو چارواکو سره شریک کړي دي او د توقیف شویو د زر تر زره خوشې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

نور ولولئ: سیګار: طالبانو په ۲۰۲۳ کې سیاسي ګوندونه لغوه او ۱۶۰۰ بشري سرغړونې یې کړي

نور ولولئ: افغانستان کې طالبانو پر ځینو کتابونو بندیز ولګاوه

نور ولولئ: له طالبانو د ولس عمومي کرکه ورځ تر بلې ډېرېږي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر”یوناما” د جنورۍ ۱۱ (مرغومي ۲۱) په یوه اعلامیه کې ویلي وو دغه دفتر د جنورۍ له لومړۍ نیټې راهیسې، په کابل او دایکندي ولایتونو کې د حجاب د فرمان د پلي کولو یو لړ کمپاینونه مستند کړي دي چې د حاکمو چارواکو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت او پولیسو له خوا ترسره شوي دي.

د یوناما د اعلامیې له مخې د طالبانو د حکومت د بېلابېلو بنسټونو له خوا په کابل او دایکندي ولایتونو کې ګڼ شمېر ښځې او نجونې نیول شوي دي.

یوناما ویلي چې د افغانستان د حاکمو چارواکو له خوا د اسلامي حجاب د اصولو د نه مراعاتولو د ادعا پر بنسټ د ښځو او نجونو د خپلسرو نیولو او توقیف په وروستیو پېښو په ژوره توګه اندیښمنه ده.

یوناما ویلي چې د ناوړه چلند او غیرقانوني توقیف د تورونو په اړه څیړنې کوي او داسې ښکاري چې د اجرایي عملیاتو له اړخه د مذهبي او توکمیزو اقلیتونو ټولنې په غیر متناسب ډول اغیزمنې شوي دي. یوناما ویلي، د ښځو او نجونو د خلاصون په بدل کې د پیسو اخیستلو تورونه هم شته دی.

د نجونو او ښځو په نیولو سره د بشري حقونو نقض

یوناما د طالبانو حکومت ته په خطاب کې ټینګار کړی دی چې افغانستان د یو دولت په توګه د بشري حقونو د اوو مهمو نړیوالو سندونو غړی پاته شوی دی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۳ کال ۲۶۸۱ پریکړه لیک هم له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره هغه تګلارې او کړنې بیرته واخلي چې له بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو په برخه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیت رامنځ ته کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د راپور په اړه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ښځو په اړه د یوناما اندیښنه بې ځایه ده .

the taliban
انځور؛ د طالبانو د امر بالمعروف محتسبین

ښاغلي مجاهد ویلی: “یوناما په افغانستان کې د حجاب په مورد له ښ

ځو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلی چې سمه نه ده. افغان میرمنې پخپله حجاب مراعاتوي، زور زیاتي ته اړتیا نلري او د امربالمعروف لخوا هم له چاسره زور زیاتی ندی شوی. په دې اړه شوی پروپاګند حقیقت نه درلود”.

د یادونې وړ ده چې طالبانو لا هم د ښځو پرضد تګلارو ته دوام ورکړی او لا هم پر ښځو د ژوند حلقه راتنګوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button