نړیوال خبرونه

د یوناما مشره: طالبان د نړیوالو اندېښنې بابېزه ګڼي او افغانانو ته زیان اړوي

د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې په افغانستان کې د ښځو په اړه خپلې اندیښنې څرګندې کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوینه ماموریت (یوناما) رییسه خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې ښځو ته د کار اجازه ورنه‌ کړل شي له دې هېواد سره به د دې سازمان د مرستو تر څنګ نورې بشپرپاله مرستې هم کمې شي.

روزا اوتونبایوا د ملګروملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د وینا پر مهال زیاته کړې چې په روان میلادي کال کې یې له افغانستان سره له څلور مېلیاردو او شپږ سوه مېلیونو څخه د زیاتو ډالرو مرستې غوښتنه کړې او که د ښځو مسئله همداسې دوام ومومي دا مرستې به له خطر سره مخ شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما مشرې روزا اوتونبایوا نوموړې غونډې ته وويل:”طالبان د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو پلي کېدا ته ژمن نه دي او په خپلسري ډول پرېکړې کوي. د نړیوالو اصولو پر وړاندې د طالبانو واکمني بیخي بې پروا ده او هغه ډول پرېکړې کوي څه چې د دوی د مشرانو خوښه وي.”

د یوناما مشرې زیاته کړه:” طالبان ادعا کوي چې هېواد یې له وېشل کېدو ژغورلی خو په اصل کې همدوی دي چې افغانه ټولنه یې په جنسیتي ډول د ښځو او نارینه وو په نومونو ویشلې ده.”

هغې ویلي چې د سیاسي جوړ جاړي لپاره شته فرصتونه باید له لاسه ورنه کړل شي او په وینا یې چې د یوه ټول ګډوني نظام جوړولو لپاره باید کار وشي.

نور ولولئ: ګوتریش: په افغانستان کې ښځې له عمومي ژوند څخه محرومې شوې دي

نوموړې څرګنده کړې چې د دې حالت اغېز نېغ په نېغه په عامو بې وزله افغانانو پریوتلی چې هغوی ته یې د مرستې رسونې چارې ټکنۍ کړې.

د ملګرو ملتونو استازې وایي پر مېرمنو شاوخوا څلویښت لیکلي او نا لیکلي بندیزونه چې د فرمانونو په بڼه راغلي دي چې ډېرې نړیوالې موسسې یې له خپلو کارونو راګرځولې دي.

د مارچ په اتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې په مناسب دغه غونډه رابللې وه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې غونډه کې پر افغانستان د بحث مهم ټکي بشري حقونه، د سیاسي حل لارو لټون او پر ناورین د ورګډو افغانانو د لاس نیوي لپاره د نړۍ پام ډېرول وو.

په دې ناسته کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق طالبان تورن کړل چې په تېر نږدې یو نیم کال واکمنۍ کې یې د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له ښځو او نجونو ټول لومړني حقونه اخیستي.

هغه وویل:”افغانستان دا مهال په تیارو کې ډوب شوی، خلک له بې ساري غربت سره مخ دي، کار نشته، لومړني خدمتونه په ټپه ولاړ دی او د پرمختګ هېڅ څرک نه لګېږي.”

ښاغلي فایق طالبان تورن کړل چې غچ وژنې کوي او د پخواني پوځ او نورو وسله والو ځواکونو کسان په بې رحمۍ وژني او کړوي یې.

هغه وویل نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې دننه او بهر نړۍ کې د هغو بنسټونو او خورو ورو هڅو ملاتړ وکړي چې غواړي ولسواک ارزښتونه په افغاني ټولنه کې د ځپل کېدو او ډېر زیان اوښتو له ګواښه وژغوري.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوبۍ په نندارتون کې د افغان میرمنو تولیدات نندارې ته وړاندې کېږي‌

خو ځینې مثبت لیدلوري هم شته

د طالبانو په حکومت کې د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي:”د اسلامي امارت هڅه همدا ده چې د فعالې ډېپلوماسۍ له لارې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړل شي او نه یوازې بشرپاله مرستې بلکې د زېربناوو د جوړولو په موخه د پرمختیايي مرستې هم له افغانستان سره دوام پیدا کړي.”

تر دې مخکې اروپايي ټولنې له افغانستان سره د مالي او بشري مرستو کمول د افغان ولس په زیان بللی وو. د دې ټولنې د بهرني سیاست مسوولینو ویلي چې د اسلامي امارت د سیاستونو له امله نه ښايي چې له افغان ولس سره بشري مرستې راکمې شي.

په ملګرو ملتونو کې د هند استازي روچیرا کمبوج ويلي:” زه غواړم یو ځل بیا په ټینګار سره ووایم په افغانستان کې به د سولې او ثبات ټينګښت زموږ لومړیتوب وي او هند به له افغان ولسه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. په افغانستان کې سوله او ثبات ضروري او ډېره مهمه اړتیا ده او موږ ټول باید ورته کار وکړو.”

بل خوا په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس بیا وايي چې سرپرست حکومت د اسلامي شریعت پر بنسټ د ښځو حقونو ته ژمن دی.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین زیاته کړې:”موږ خپلې هغې ژمنې ته چې د افغانستان خاوره به د هیڅ چا پر ضد نه کارول کېږي ژمن یو او غواړو چې د خپلو خلکو، ښځو او نارینه ‌وو غوښتنو ته چې د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې وي رسیدنه وکړو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button