نړیوال خبرونه

د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د امریکا نوې طرحه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د مېرمنو د ملاتړ لپاره نوې طرحه اعلان کړه. د دغې طرحې له مخې، په راتلونکو کلونو کې به کابو یو مېلیون افغان ښځې او نجونې د خصوصي او مدني ټولنې په برخو کې وروزل شي..

د ښځو حقوق

دا طرحه به د امریکا د بوسټون پوهنتون په همکارۍ عملي شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي:«دا یو خصوصي عامه مشارکت دی چې زده کړو ته د لاسرسي، کاري فرصتونو په برابرولو او په افغانستان کې او نورو هېوادونو کې له سوداګرو مېرمنو د ملاتړ په برخو کې مرسته کوي، زه نه وایم چې دا ساده کار دی، هغو محدودیتونو ته په پام سره چې د طالبانو له خوا لګول شوي، دا به ګران کار وي. خو موږ ژمن یوو چې په افغانستان کې ښځو ته په خوندي توګه دا ملاتړ برابر کړو.

د امریکا طرحه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په هغه ناسته کې چې په همدې موخه د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلي د غونډې په څنډه کې ترسره شوه، وایي چې دوه زره افغان مېرمنې به په لومړي پړاو کې په دې طرحه کې شاملې شي. ښاغلي بلېنکن زیاتوي:«له پاد کمپنۍ سره په ګډه چې د امریکا د ټکنالوژۍ یوه کمپنۍ ده، د افغانستان د یو مېلیون ښځو او نجونو د روزنې نوښت پروګرام دا طرحه به پیل کړي. دا پروګرام به له پاد سره مرسته وکړي چې په لومړي سر کې له لرې د دوه زره افغان مېرمنو لپاره د مسلکي زده کړو خدمات وړاندې کړي.

له بلخوا، یو شمېر مېرمنې دا ډول پروګرامونه د افغان ښځو د اقتصاد په وده کې ګټور بولي او وایي چې په اوسني وخت کې په هېواد کې ډېری مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. مدني فعاله منیژه ناصري وايي:«د نجونو لپاره دې دا ډول پروګرامونه دې پيل شي. په ډاډ سره چې هغوی کولای شي ډېره وده وکړي لکه څرنګه چې موږ او تاسې پوهېږو چې مېرمنې د ټولنې نیمه طبقه جوړوي.

نور یی ولوله | د اسلامي امارت تازه ګمازنې

نور یی ولوله | د قطر امیر:مه پرېږدئ افغانستان د ترهګرو په پټن ځای بدل شي

مدني فعالان

مدني فعالې حسنا رسولي هم وویل:«په دې وروستیو کې وینوو چې نجونې ډېر زیان کړی دی. یعنې د زده کړو له حقه لرې پاتې دي. خپلې دندې یې له لاسه ورکړې دي. یعنې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې دي. له بلخوا، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولینې وايي چې په اوسني وخت کې څه د پاسه څلور زره مېرمنو په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

د ښځو د حقونو ادارې

د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې سرپرسته رویا حافظي څرګندوي:«هغه نجونې چې په افغانستان کې ژوند کوي، د تحولاتو له راتګ سره له یو لړ بندیزونه پرې لګول شوي. البته دې ته په پام سره چې ډېری ښځې دولتي او حکومتي ادارو ته د کار لپاره تلای نه شي او همدارنګه بلخوا نجونې دي چې ښوونځي ته تلای نه شي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *