نړیوال خبرونه

د قطر امیر:مه پرېږدئ افغانستان د ترهګرو په پټن ځای بدل شي

د قطر امیر د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې د غونډې په لومړۍ ورځ له نړۍ غواړي چې پرې نه ږدي افغانستان د ترهګرو په امن پټنځای بدل شي.

د ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره درناوی

د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني وايي:«موږ تل د ملکي وګړو خوندیتوب، بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته پر درناوي، د نجونو پر زده کړو او د افغانستان په خلکو کې پر ملي پخلاینې ټینګار کړی، خو له انزوا سره د افغانستان د مخ کولو او پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی. د ترکيې ولسمشر هم وایي چې په اوسني وضعیت کې افغانستان له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان زیاتوي:«موقت حکومت د اغېزمنو ګامونو پورته کولو ته اړتیا لري ترڅو د بشري حقونو آزادي تضمین کړي، موږ باور لرو چې د پرمختګ لپاره ژمنې موجودې دي او همداراز به موږ د وضعیت د ښه کولو لپاره له خپلو افغان وروڼو سره همکاري وکړو. له بلخوا د اسلامي امارت مرستیال ویاند د قطر امیر د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او هېڅ ډلې ته به د نورو هېوادونو په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ورنه کړل شي

نور یی ولوله | د الوتنو د عادي کېدو په هکله د ټرانسپورټ وزارت خوشبیني ښودلې

نور یی ولوله | ګوټرېش: اسلامي امارت دې ژر تر ژره د نجونو پر زده کړو محدودیت لرې کړي

اسلامي امارت د نورو هیوادونو ژمنه کوي

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي څرګندوي:«اسلامي امارت نورو هېوادونو ته ژمنه کوي داسې کومه ډله شتون نه لري چې وکړای شي د نورو هېوادونو ګټې وننګوي. د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري. د سیاسي چارو کارپوه اجمل ځدراڼ وايي:«دا د دې ښودنه کوي چې طالبان له القاعده سره ټينګې اړیکې لري او د منځنۍ اسیا هېوادونه له ګواښ سره د خپل امنیت له مخ کېدو اندېښمن دي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي هم وویل:«د قطر منظور دا دی چې د طالبانو د شپږو یا اوو چارواکو د سفرونو معافیت وغځول شي، چې له امریکا او نورو هېوادونو سره د طالب چارواکو خبرې اترې دوام پيدا کړي. کابو درې کاله مخکې قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کوربه و. د ټولګډونه حکومت جوړول، د نورو هېوادونو په وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل او د بشري حقونو رعایتول د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ د دوحې تړون مهم موردونه ګڼل کېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button