ځاییکورني خبرونه

د افغان ښځو د ځان وژنې پېښو کې زیاتوالی

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره سم د ښځو د ځان وژنې په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی

کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي، نو په ښځو کې د ځان وژنې او رواني ناروغیو پېښې زیاتې شوي دي چې په دې برخه کې زیاتې پېښې ثبت شوي هم دي.

کورني تاوتریخوالي، جبري او په کم عمر کې ودونه، د زده کړو له حق څخه منع کول او د طالبانو له خوا د محدودیتونو لګول په افغانستان کې د نجونو د تېښتې او ځان وژنې اصلي لاملونه بلل شوي دي.

نور ولولئ:  م.م. د افغان میرمنو د رواني ستونزو له ډېرېدو خبر ورکوي

د “سي، این، این” خبري ټلویزیون هم د افغانستان په اړه په یوه راپور کې د ډاکټرانو له قوله ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې په نجونو کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.

د ښځو د ځان وژنې پېښې د طالبانو له بندیزونو سره ډېرې تړلي دي

ډاکټرانو او د بشري حقونو ډلو دغې رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د زده کړو له بندیز وروسته په نجونو کې د ځان وژنې هڅې زیاتې شوې دي.

په هرات کې یوه ډاکتر “سي، این، این” ته ویلي دي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هغه په کلینیک کې د ښځینه ناروغانو شمېر له ۴۰ سلنې څخه ۵۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

له دې سره د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جولای په میاشت کې ویلي وو، چې خپګان او ځان وژنه په ځانګړې توګه د تنکیو نجونو په منځ کې زیاته شوې ده.

نور ولولئ:

نور ولولئ: افغانستان کې د رواني ناروغانو د ډېرېدو په اړه اندېښنې

دغه راز د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د څانګې مرستیالې هېدر بار هم پرخپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې افغان ښځې په دې اندېښمنې دي چې نړۍواله ټولنه په افغانستان کې هغه څه چې روان دي، عادي وګڼي.

خو طالبان بیا هڅه کوي چې دا هر څه عادي وښایي

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ دفتر ته په یوې بیانیه کې ادعا کړې وه، چې د ښځو او نجونو د ځان وژنې په پېښو کې کموالی راغلی دی.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، پر نجونو او ښځو یې پراخ بندیزونه ولګول او د ښځو د زده کړو او د کار په مخنیوي سره یې هغوی له ټولنیز ژوند څخه په بشپړه توګه لېرې کړل.

دې ورځپاڼې بیا په دې اړه کومه مشخصه شمېره نه ده وړاندې کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو حکومت افغان روغتیايي کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د ځان وژنو شمېرې خپرې کړي.

د یادونې وړ ده چې په ښځو کې د هر ډول تاوتریخوالي پېښې د طالبانو له لوري پټې ساتل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button