سیمه ییز خبرونه

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

چین د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو وغوښتل چې باید دا ستونزه حل کړي

پاکستان میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې له دغه هېواد به ۱.۷ میلیونه ناقانونه کډوال باسي او افغانستان ته به یې استوي چې اوس ورکړل شوی تاریخ پوره شوي او افغان کډوال په جبري توګه ایستل کېږي.

په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ د یکشنبې په ورځ د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل، له پاکستان او طالبانو یې وغوښتل چې د بې اسناده کډوالو د شړلو مسله په ښه توګه حل کړي.

چین په یاده برخه کې مرستو ته چمتوالی ښودلی

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د شینګ په حواله ویلي، چین د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې «مرستو ته چمتو دی.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې امیر خان متقي د چین له سفیر سره په لیدنه کې، له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستلو، د جایدادونو د ضبطولو او د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالو د نورو حقونو د له پامه غورځولو په اړه خبرې کړي دي.

چین پر پاکستان ژور اغېز لري

دا لومړی ځل دی چې چین له پاکستانه د «ناقانونه» کډوالو د اېستلو په اړه نظر څرګند کړی دی.

د چین سفیر جاو شینګ له طالبانو سره د «ناقانونه» کډوالو د ستونزې د حل په برخه کې چې د طالبانو لپاره لویه ستونزه ګرځېدلې، د همکارۍ لېوالتیا ښودلې ده.

طالبانو د ژمي په رارسېدو سره له اسنادو پرته د افغان کډوالو د اېستلو له امله پر پاکستان نیوکه کړې او د دغو کډوالو له پاره یې د ډېر وخت د ورکولو غوښتنه کړې ده.

نور ولولئ: له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

نور ولولئ: امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

پاکستان بیا طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالو د اېستلو د مودې غځولو غوښتنې ته منفي ځواب ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چینايي استازي ته،«د افغان کډوالو د هرکلي او ځای پر ځای کولو په اړه ددغې ډلې د اقداماتو په اړه وضاحت ورکړی دی.» طالب چارواکو تر دې مخکې د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي وو چې دوی به له کډوالو سره تر خپل وس مرسته وکړي.

خو له بل لوري پاکستان د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو له لارې تر اوسه د نړیوالو سازمانونو او بنسټونو له خوا ډېری اخطارونه لیدلي، پر دې سربېره یې بیا هم په خپله پرېکړه کې تغیر نه دی راوستلی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button