لوبېلوبې خبرونه

د المپیک نړیواله کمېټه: کرکټ به د ۲۰۲۸ کال په المپیک کې ور زیات شي

د المپیک نړیوالې کمېټې پرېکړه کړي ده چې د ۲۰۲۸م. کال المپیک لوبو کې به کرکټ هم ورګډ شي

کرکټ هغه لوبه ده چې په اسیا او اروپا کې په لویه کچه مینه‌وال لري او ګڼ خلک ددې لوبې شوقیان دي چې په تېرې څو کلونو کې یې د لوبو په ډګر کې له فوټبال وروسته دویم مقام او مینه وال خپل کړي دي.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام؛ د سویډن او اسپانیا لوبډلې نیمه پای لوبې ته لار ومونده

اوس په هند کې د کرکټ نړیوال یو ورځینۍ جام لوبې روانې دي چې د افغانستان د ملي لوبډلې په ګډون په کې د نړۍ لس غوره لوبډلې لوبې کوي.

د المپیک نړیوالې کمیټې د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۱) پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک لوبو کې کرکټ اضافه کړي.

ټاکل شوې ده چې دغه لوبې د متحده ایالاتو په لاس انجلس ښار کې تر سره شي.

په المپیک کې ۲۰ اوریز کرکټ شاملېږي

د المپیک نړیوالې کمیټې رئیس تامس باچ د هند په ممبۍ کې د دغې کمیټې د اجرائیوي بورډ د غونډې د دویمې ورځې په پای کې وویل، چارواکو په لاس انجلس کې د المپیک د تنظیموونکو هغه وړاندیز تائید کړ چې په دغو لوبو کې ۲۰ اوریز کرکټ هم شامل شي.

نور ولولئ:  د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ د امريکا لوبډلې لوبه مساوي کړه

د کرکټ تر څنګ څلور نورې لوبې هم تائید شوي چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک کې اضافه شي. په دغو لوبو کې بیسبال/سافټبال، د بیرغ فوټبال (د امریکايي فوټبال داسې بڼه چې لوبغاړي له یو بل سره مستقیم تماس نه نیسي)، سکواش او لاکروس شامل دي.

په دې برخه کې رایه اچوونه هم کېږي

ټاکل شوې ده چې د المپیک نړیوالې شورا د اجرائیوي کمیټې غړي د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۸ کال په المپیک کې ددغو لوبو د اضافه کولو د پریکړې د نهايي کولو دپاره رایه اچونه وکړي.

داسې هم ویل کېږي چې د کرکټ نړیواله شورا کې هند لوی لاس لري او اکثره وخت په دې لوبو کې د ځان په ګټه کار کوي، ځکه ددې شورا لویه برخه پیسې هند دولت ورکوي، خو ځینې نور بیا وايي چې دا هسې اوازې دي او هند په کې رول نه لري.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو څو کلونو کې هند په کرکټ باندې ډېره لویه سرمایه ګذاري کوي او په دې لوبو کې یې د عوایدو یوه لویه برخه تر لاسه کړي ده چې مهم ډګرونو هم په هند کې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button