د امریکا د ولسي جرګې مشرې سره د جمهوررئیس لیدل کتل وشو

د امریکا د ولسي جرګې مشرې سره د جمهوررئیس لیدل کتل وشو. جمهوررئیس محمد اشرف غني امریکا متحده ایالتونو ته پخپل سفر کې نن د هغه هیواد د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي سره په واشنګټن کې وکتل.
په دې کتنه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتو د نوي فصل او له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو په ځانګړي ډول د ښځو رول د پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې وشوې.وروسته جمهوررئیس او نانسي پلوسي په ګډ خبري کنفرانس کې د خپلو خبرو د پایلو په اړه معلومات ورکړل.په پیل کې مېرمن نانسي پلوسي جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان او امریکا اړیکې دوستانه او نږدې وې

او اوس د دغو اړیکو نوې مرحلې ته داخل شوي یوو.نوموړې له افغانستان سره د بشري مرستو او د ښځو او افغان نجونو د مقام پیاوړتیا د ډاډ ترڅنګ، په دې برخه کې د جمهوررئیس د رهبرۍ او د هیواد د لومړۍ مېرمن د هڅو مننه وکړه.مېرمن پلوسې دېته په اشارې چې افغانستان او امریکا ژورې او دوستانه اړیکې لري وویل، موږ دې اړیکو ته په ارزښت قایل یوو.
ولسمشر غني وویل: د خوښۍ ځای دی چې دلته حضور لرم او د جمهوررئیس د ستراتېژیک تصمیم هرکلی او درناوی کوو، په دې تصمیم سره زموږ د ستراتیژیکو مناسباتو فصل رامنځته شو او د خلکو ـ خلکو او حکومت ـ حکومت په اړیکو لا زیات تمرکز کېږي.جمهوررئیس زیاته کړه، د امریکا متحدو ایالتونو د ولسي جرګې مشرې سره یې خبرې ګټورې وې
او د هغې د ګڼو سفرونو او له افغانستان سره لېوالتیا په ځانګړي ډول د افغان ښځو د رول پیاوړتیا په برخه کې یې، مننه وکړه.جمهوررئیس غني د دې په بیانولو سره چې لومړۍ مېرمن هم د ټولو افغان ښځو په استازیتوب مننه کوي وویل: له افغان نجونو سره کتنې هره ورځ ماته قوت رابښي او کله چې له هغوی پوښتم څوک غواړي د افغانستان جمهوررئیس شي، له ۸۰ تر ۹۰ سلنه یې لاس پورته کوي او دا د نوي افغانستان تصویر ښیي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې، په وروستیو دوو لسیزو کې د امریکا متحدو ایالتونو مرستې په ځانګړي ډول د کرونا دریمې څپې سره د مبارزې، وچکالۍ او د طالبانو د وحشیانه بریدونو له امله بې ځایه شویو افغانانو سره، ډېرې حیاتي وبللې.