نړیوال خبرونه

د امریکا مخکښ ډیپلوماټ هنري کیسینجر د ۱۰۰ کالو په عمر ومړ

د امریکا هغه ډیپلوماټ چې امریکایان ورته ډېر احترام لري، د سلو کالو په عمر ومړ

د امریکا بهرنیو چارو پخوانی وزیر هنري کيسینجر د ۱۰۰ کالو په عمر په کنټیکاټ ایالت کې مړ شو. ده د امریکا مخکینیو ولسمشرانو ریچارډ نېکسن او ګیرالډ فورډ په حکومتونو کې د امریکا بهرني سیاست کې مخکښ رول درلود.

کیسینجر ایسوشیټس نومي سیاسي فکري مرکز چې ښاغلي کیسینجر تاسیس کړی و، د نوموړي مړینه تائید کړې، خو د هغه د مړینې لامل په هکله یې څه نه دي ویلي.

کیسینجر یهودی و

هاینتز الفرډ کیسینجر د جرمني په باواریای ایالت کې د ۱۹۲۳ کال د مې پر ۲۷مه د یهودانو یوې متوسط قشر اړوند کورنۍ کره زېږېدلی و. کیسینجر او کورنۍ یې په ۱۹۳۸ کال کې پر جرمني د نازیانو واکمنۍ پر مهال امریکا ته وتښتېدل. نوموړي د محصلۍ په دوره کې په یوه کار ځای کې د کارګر په حیث هم کار کاوه، خو عسکري خدمت ته له جلب وروسته د اکاونټینګ یا حسابدارۍ په برخه کې ترې زدکړې نیمګړې پاتې شوې.

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه سمه وبلل

هغه په ۱۹۴۳ کال کې د امریکا تابعیت له ترلاسه کولو وروسته درې کاله د دې هېواد په پوځي خدمت کې تېر کړل او د دکتورا تر حده د لوړو زدکړو وروسته یې په هارورډ پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو څانګه کې د تدریس دنده پیل کړه.

د هنري کیسینجر دندې او لاسته راوړنې

مخکیني ولسمشر ریچارډ نېکسن په ۱۹۶۹ کال کې ښاغلی کیسینجر د امریکا ملي امنیت سلاکار وګوماره او له هغه وروسته نوموړي د دې هېواد په بهرني سیاست او حکومت کې پراخ نفوذ وموند.

ریچارډ نېکسن هنري کیسینجر د ملي امنیت سلاکار په توګه ګومارلی و.

تر لسیزو پورې د امریکا په دیپلوماتیک ډګر کې د ښاغلي کیسینجر رول خورا جووت او کله، کله ناندریز هم و.

نوموړي پراخې هڅې وکړې، چې له کبله یې د امریکا او شوروي اتحاد تر منځ اړیکي تر یوه حده له کنګل حالته ووتل او له چین سره راشه، درشه ښه شوه.

نور ولولئ: انتوني بلېنکن: طالبان باید خپل سیاست او رویې ته تغیر ورکړي

کیسینجر له ویتنامه د امریکايي ځواکونو ایستلو له سختو پلویانو یو و او په ۱۹۷۳ کال د همدې کړکېچ لړ کې د اوربند لپاره د خپل رول له کبله د سولې نوبل جایزه ورکړل شوه.

ده ته د نوبل جایزې ورکړې ناندرۍ راپورته کړې، د نوبل کمېټې دوو غړو استعفاوې وکړې او د ویتنام لي دوک چې د هماغه کال بله جایزه ورکړل شوې وه، د جایزې له اخیستو انکار وکړ. نوموړي په ۱۹۷۳ کال کې له ګاونډیانو سره د اسرائیل جګړې پای ته رسولو کې هم مهم رول درلود.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button