نړیوال خبرونه

انتوني بلېنکن: طالبان باید خپل سیاست او رویې ته تغیر ورکړي

انتوني بلېنکن: طالبان باید خپل سیاست او رویې ته تغیر ورکړي.د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، که طالبان غواړي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، نو باید خپلې رویې ته تغییر ورکړي.

ښالي بلینکن دا خبرې پرون د چهارشنبې په ورځ د هندوستان پلازمینه نوي ډیلي کې په داسې وخت کی کړي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړ پوړی طالب پلاوی د چین په رسمي بلنه دغه هېواد ته په دوه ورځني سفر تللی دی.انتوني بلینکن چې هندوستان کې د خپل لومړني رسمي سفر پرمهال خبریالانو ته خبرې کولې وویل: که طالبان د زور له لارې واک ته ورسیږي، نو افغانستان به په نړیواله کچه یو منزوي هېواد وي.

20210729 161538
20210729 161538

نوموړي په طالبانو د نیوکې په ترڅ کې څرګنده کړه، داسې یو دولت چې د خپلو خلکو حقونو ته درناوی نه لري او یاهم دده په خبره په خپلو خلکو ظلم کوي، هغه به یو «کرکجن» دولت وي.د سیمې او نړۍ له ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د طالبانو د سیاسي دفتر فعالو اړیکو ته په کتو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې طالب مشران په نړیواله کچه د رسمیت پېژندلو او د نړیوال ملاتړ جلبولو هڅې کوي؛ خو دده په خبره باور د زور له لارې واک ته رسېدل او برلاسي کېدل بیا طالبانو سره د پورتنیو موخو په ترلاسه کولو کې مرسته نه کوي.

د فرانسې خبري آژانس د شنونکو په حواله لیکلي، د چین هېواد چې په افغانستان کې د ایغور مسلمانانو له وسله وال شتون څخه ویره لري، د طالبانو دغه ډول سفرونه کولای شي د چین اندېښنې رفع او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ځانته یو سپر پیدا کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button