د امریکا نوي سپوږمکۍ؛ د شپې به د لمر رڼا ځمکې ته منعکس کړي

د امریکا نوي سپوږمکۍ ښايي په راتلونکو کلونو کې د شپې اسمان ته نوی رنګ ورکړي. د امریکا د فدرالي مخابراتو کمیسیون (FCC) د Reflect Orbital شرکت ته د Earendil-1 په نوم د ازمایښتي سپوږمکۍ د توغولو اجازه ورکړې ده. د دې پروژې موخه دا ده چې په مدار کې د یوې ځانګړې هندارې له لارې د لمر وړانګې د شپې پر مهال د ځمکې ټاکلو سیمو ته منعکسې شي.
د امریکا نوي سپوږمکۍ څنګه کار کوي؟
د Reflect Orbital شرکت وایي، د دې سپوږمکۍ په وسیله به د لمر رڼا د فضا له لارې هغو سیمو ته ورسېږي چې شپې وي. د شرکت په باور، دا ټکنالوژي به په بېلابېلو برخو کې نوې اسانتیاوې رامنځته کړي.
سره له دې، د امریکا فدرالي مخابراتو کمیسیون ویلي چې د رڼا ککړتیا، د ستورپوهنې پر څېړنو او د چاپېریال پر اغېزو ارزونه د دې ادارې د قانوني صلاحیت برخه نه ده. له همدې امله یې د ازمایښتي سپوږمکۍ د توغولو اجازه ورکړې ده.
ساینسپوهان ولې اندېښمن دي؟
د ستورپوهنې متخصصان او چاپېریالي بنسټونه د د امریکا نوي سپوږمکۍ پروژې په اړه اندېښنه لري. د امریکا د ستورپوهنې ټولنې خبرداری ورکړی چې دا ټکنالوژي ښايي د فضايي څېړنو او د شپې د اسمان د علمي څار لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.
همدارنګه د Dark Sky International په ګډون یو شمېر چاپېریالي بنسټونه وایي، د شپې مصنوعي رڼا د انسان د خوب طبیعي سیستم ګډوډوي او د شپې فعالو ژوو او وحشي ژوند ته هم زیان رسوي.
د Reflect Orbital راتلونکی پلان
د Reflect Orbital شرکت پلان لري چې که ازمایښتي پروژه بریالۍ شي، تر ۲۰۳۵ کال پورې شاوخوا ۵۰ زره هنداره لرونکې سپوږمکۍ فضا ته ولېږي.
کارپوهان باور لري، که دا پلان عملي شي، د امریکا نوي سپوږمکۍ به د نړۍ د شپې اسمان، ستورپوهنیزې څېړنې او طبیعي چاپېریال پر راتلونکې ژور اغېز ولري.



