Uncategorized

د امریکا ۳۹ ولسمشر ومړ؛ جیمی کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر ومړ

د امریکا ولسمشر جیمي کارټر د نورو ولسشمرانو په پرتله د ډېر عمر څښتن و

د امریکا پخوانی ولسمشر جیمي کارټر د ۱۰۰ کلونو په عمر تر هغه وروسته ومړ، چې څه باندې یو کال په روغتون کې و.

د امریکا ۳۹م ولسمشر د جورجیا د مونګلو یو بزګر و، چې په ۱۹۷۷ کال کې یې د ولسمشرۍ په څوکۍ د واک د ترلاسه کولو پر مهال په حکومت باندې د باور د بیرته راګرځولو په لټه کې و او بیا یې د بشرپالنې په توګه د نه ستړي کېدونکو کارونو له امله شهرت پیدا کړ.

د هغه لاسته راوړي جایزې

هغه په ۲۰۰۲ کې د نوبل د سولې جایزه هم ترلاسه کړه.

جیمي کارټر د جورجیا له یوه فارم څخه د متحده ایالاتو ولسمشر او د نوبل جایزې ګټونکی او وروسته د سولې او بشري حقونو فعال شو.

کارټر په ۱۹۷۷ کې ولسمشر جیرالډ فورډ ته په ټاکنو کې ماتې ورکړه او د متحده ایالاتو ۳۹م ولسمشر شو.

هغه د متحده ایالاتو د نورو ولسمشرانو په پرتله اوږد ژوند وکړ.

نور ولولئ: د امریکا ولسمشر: اسرائیلو او حزب الله تر منځ اوربند کېدونکی دی

نور ولولئ: د امریکا انتخابات؛ د ډونالډ ټرمپ او کماله هرېس تر منځ لومړنۍ مناظره

د پخواني ولسمشر کارټر د ولسمشرۍ له دورې وروسته په سپینه ماڼۍ کې د هغه کارونه د بریالیو کارونو په توګه یادېدل.

د بشر حقونو په برخه کې د نوموړي هڅې

نومړي په ۹۰ کلنۍ کې د بشري حقونو لپاره کار کاوه، کتابونه یې ولیکل، د اړو خلکو لپاره یې کورونه جوړ کړل، هره یکشنبه یې په ښوونځي کې ښوونه ورکوله او د سولې په لټه کې یې د نړۍ سفرونه وکړل.

کارټر د ولسمشرۍ دورې نه وړاندې د متحده ایالاتو د سمندري اکاډمۍ څخه فارغ شوی، د دغه هېواد سمندري ځواکونو په مرین پروګرام کې یې برخه اخیستې، دوه دورې د جورجیا ایالت سناتور او د والي په توګه دنده ترسره کړې.

د هغه کورنۍ د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې اعلان وکړ، چې هغه د روغتون د یو لړ لارښوونو وروسته په خپل کور کې دی او پالنه یې کېږي.

ځیني مبصرین هغه د ملت “د تر ټولو بریالي پخواني ولسمشر” په توګه یادوي.

کارټر په ۱۹۷۹ کال کې خپل د ملي امنیت سلاکار برژیسنکي ته دنده وسپاره چې پر افغان د شوروي اتحاد د یرغ پر ضد له افغان مجاهدینو سره مرسته وکړي.

نوموړي په همدې کال کې په افغانستان کې د مداخلې هڅه وکړه او د روسانو په مقابل کې یې له مخالفو ډلو سره همکارۍ پیل کړې.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button