نړیوال خبرونه

کابلوف: د ا.ا چارواکي به د مسکو مشورتي ناسته کې ګډون و نه‌لري

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د مسکو غونډې ته چې د روانې زېږدیزې میاشتې په نیمايي کې جوړېږي، د اسلامي امارت چارواکي به و نه بلل شي. 

د افغانستان په اړه په مسکو کې مشورتي غونډه

د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې تر راتلونکو څو ورځو به د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ مشورتي غونډه جوړه شي. د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکور مشورتي غونډه د نومبر په نیمايي کې جوړه شي. د افغانستان د سرپرست حکومت پلاوی به په دې غونډه کې ګډون ونه لري او دغه غونډه یوازې د مسکو د مشورتي طرحې د غړو لپاره ده.

تمه ده چې په‌دې غونډه کې به له روسیې سربېره، د چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبېکستان استازي ګډون ولري. له دې سره سم، د چارو ځینې شنونکي د افغانستان په تړاو د دغه ډول غونډو جوړېدل مهم ګڼي. د سیاسي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي: « طالبانو ته د نه بلنې دوه عمده لاملونه دي، لومړی لامل د طالبانو انعطاف دی او دویم لامل دا دی چې مسکو ښايي دې پایلې ته رسېدلی وي چې طالبان د پردې تر شاه له امریکا متحده ایالاتو سره یو ځای، یو اړخ او ژمن دي.

نور یی ولوله | پلازمینه کابل کې دوه زره نجونو ته د زده کړو د زمینې برابره شوه

نور یی ولوله | بلاول بوټو: له افغانستان سره په دوامداره تعامل ټینګار کوي

د افغان حکومت سرپرست

د پوهنتون استاد غلام سخي احساني وايي: «په کابل کې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي نه‌دي بلل شوي. د دې یو لاملون ښايي دا وي چې د دې ادارې مشرانو ته د ملګرو ملتونو له‌خوا د سفر معافیت پای ته رسېدلی او دا معافیت نه‌دی غځول شوی. خو په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رئیس وايي، هر ډول غونډه چې، د افغانستان په اړه جوړیږي باید په هغه کې د محدودیتونو لرې کولو او د اسلامي امارت د رسمیت پيژندلو ته پام وشي

سهیل شاهین زیاتوي: «هره غونډه چې د افغانستان په اړه جوړېږي، له دا ډول غونډو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانانو مسايلو ته پام وکړي، لکه د بنديزونو لرې کول، په رسميت پېژندنه او د اقتصادي ستونزو هوارول. تر دې مخکې د مسکو فارمټ غونډه د تېر کال په اکټوبر کې ترسره شوه او په هغې کې د اسلامي امارت په استازولۍ عبدالسلام حنفي ګډون درلود او په یاده غونډه کې د اړیکو د ښه والي، د افغانستان د شتمنیو د ازادولو او نورو ورته مسایلو خبرې شوې وې

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button