افغانستان

د اوبو نړیواله ورځ؛ سور صلیب وايي، ۳۳ میلیونه افغانان د اوبو له کمښت سره مخامخ دي

اړوند خبرونه:

کاپ غونډه کې له اقلیمي بدلون ځپلو هېوادونو سره د ۴۲۰ میلیون ډالرو مرستې ژمنه

د اقلیمي بدلون په اړه د م.م. “کاپ ۲۹” غونډه په ازاربایجان کې پیلېږي

د مارچ ۲۲مه د اوبو نړیواله ورځ نومول شوې ده.

سور صلیب د دغې ورځې په مناسبت وايي، افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له کمښت سره مخ دي.

یادې نړیوالې کمېټې زیاته کړې چې افغانان د څښاک پاکو او کرنې لپاره کافي اوبو ته لاسرسی نه لري.

سرچینې د څښاک او پخلي پاکو او کرنې لپاره کافي اوبو ته لاسرسی مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې د افغانانو پر روغتیا او اقتصادي پرمختګ اغېز کوي.

افغانستان کې د اوبو کمښت ستونزه داسې مهال بحراني یادېږي، چې په ګڼ شمېر ولایتونو او لویو ښارونو کې د اوبه کچه ټیټه شوې او خلک عملاً د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

په وروستیو کلونو کې اقليمي بدلون او په زیاته اندازه له ځمکو د دوامداره اوبه رایستل هېواد کې د پاکو او کرنې اوبو کمښت لامل ګڼل کېږي.

عام افغانان د پاکو اوبو او د کرنې لپاره اوبو ایستلو د معیاري سیستمونو برخه کې له نړیوالو سازمانونو د مرستې غوښتنه کوي، څو د اوبو کمښت ستونزه حل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button