اقتصاد او سوداګري

د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات؛ په یوه اوونۍ کې تر ۲۳۵ زره مټریک ټنه اوښتي

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ۲۳۵ زره او ۳۶۲ مټریک ټنو ته رسېدلي دي، چې پکې نفتي، غیر نفتي او صادراتي توکي شامل دي.

د شمېرو له مخې، د حیرتان بندر له لارې ۱۶۰ زره او ۶۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۸ زره او ۶۹۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۲۳ زره او ۶۱۶ ټنه او د خواف–هرات د ریل کرښې له لارې ۳۲ زره او ۹۸۸ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

Afghanistan turkmenistan railway

د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات او د صادراتو زیاتوالی

د راپور له مخې، د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات جوړوي. په تېره اوونۍ کې شاوخوا ۱۱۹۲ ټنه صادرات هم د اوسپنې پټلۍ له لارې شوي، چې ډېره برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس وو.

سوداګریز فعالان وایي، د ریل پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی د سوداګرۍ د چټکتیا ترڅنګ د لېږد لګښتونه هم راکموي او د افغانستان ترانزیټي اهمیت پیاوړی کوي.

9efcb9b2 c2e7 478a 9cfc 9baef57f6586 ef407018 1

د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات د اقتصادي ودې لپاره مهم بلل کېږي

اقتصادي شنونکي باور لري، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات پراخېږي، هماغومره د کارموندنې، کورنیو عوایدو او سوداګریزو اړیکو لپاره زمینه برابریږي.

دوی وایي، د ریل پټلۍ پراختیا کولی شي افغانستان د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په مهم مسیر بدل کړي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې د ګاونډیو هېوادونو له بندرونو سره د اتصال کچه لوړېږي.

دا هم ولولئ:  اسلام اباد ته د طالبانو ګواښ؛ که پاکستان راسره ژر هوکړې ته ونه رسېږي د تورخم او خلارڅي لارې به دایمي وتړي
HIF oFrW0AAMPh9

د ټولګټو وزارت ویلي، هڅه کوي د سوداګرو لپاره د ریل پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر لا چټک او اسانه کړي، څو د وارداتو او صادراتو کچه نوره هم زیاته شي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button