ژوند

د اپريل مياشتې په ۲۳ مه نېټه به میئنانو یو بل ته کتابونه ډالۍ کول

د ميلادي کاليزې له مخې د اپريل مياشتې ۲۳ مه نېټه د کتاب نړيوالې ورځ په نوم نومول شوې ده

د اپريل مياشتې ۲۳ مه نېټه د کتاب نړيواله ورځ ده چې په دغه ورځ ټول کتاب لوستونکي د مطالعه کړو کتابونو په هکله خپلې خاطرې او کيسې له خلکو سره شريکوي.

د کتاب نړيوالې ورځې لمانځل په ۱۹۹۵ ميلادي کال کې د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنيز سازمان، يونسکو لخوا دود شول. يونسکو د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اپريل مياشتې ۲۳ مه نېټه د کتاب نړيوالې ورځې په نوم ونوموله.

د کتاب نړيوالې ورځې د لمانځلو وړاندېز د لمړي ځل لپاره د هسپاني هېواد لخوا د یونسکو په ۲۸مه غونډه کې وشو.

د کتاب نړیواله ورځ د اپریل ۲۳مه ځکه ټاکل شوې چې دا ورځ د ځېنو لیکوالانو او د نړۍ د فرهنګي شخصیتونو د زیږیدنې او یا مړینې ورځې سره برابره ده.

نور ولولئ: په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کتاب لوستلو دود پيکه شوی

د ۱۹۹۵ ميلادي کال راپدیخوا د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې په ځانګړو مراسمو لمانځل کيږي. چې په څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې د حکومتونو له لوري په رسمي بڼه لمانځل کيږي.

برتانیې او شمالي ایرلنډ ته د لومړي ځل لپاره دا ورځ له کاتا لونیا څخه راغله چې د سینت جورج ورځ بلل کېده او په دې ورځ به مینانو یو بل ته کتابونه سوغاتول.

د کتابونو په نړیواله ورځ کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه وال په ګډه کار کوي او خلک کتاب لوستلو ته هڅوي.

په برتانیا او شمالي ایرلند کې په دې ورځ ماشومان کتاب لوستلو ته هڅېږي او دوی ته د دوی د خوښې کتابونه ورکول کېږي.

کارپوهان وایي چې له کوچني عمره له ماشومانو سره د کتابونو لوستل د هغوی مغزو ته وده ورکوي. امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې کوي چې له ښوونځي مخکې عمر ماشومانو ته د کتاب لوستلو امکانات برابر کړي.

ولسمشر باراک اوباما وایي پوهنه د مالوماتو د پېر سکه ( کرنسي) ده.

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لاهم خلک کتاب نه لولي. بې سوادي، نا امني، بې وزلي او د زده کړې ټيټه کچه یې اصلي لاملونه دي

د نړۍ د هر قوم د پرمختګ تر شا د همدې قوم پوهان او لیکوالانو لوی لاس لرلی دی او همدا لیکوالان او پوهان دي چې د خپل قوم او ولس د پوهولو لپاره کتابونه لیکي او د کتاب له لارې فکري، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي بدلونونه رامنځته کوي.

کتاب د پرمختللې، علمي او ټکنالوژیکي نړۍ دروازه ده. علم او پوهه د کتابت پواسطه تر دې ځایه رسیدلې ده.

اسماني کتابونه او د پيغمبرانو لارښوونې د کتابونو پواسطه تر مونږ انتقال شوې او همدارنګه د ټولو فکري او کلتوري میراثونو انتقال، له یوه نسل څخه بل نسل ته د کتاب په بڼه ترسره کيږي.

که په دې ښکلې ژوند کې له کتاب سره ملګرتیا ونه کړو، نو بیشکه چې د مهمو انساني لاسته راوړنو، د الهی او بشري معرفت څخه به بی برخې یو.

جاپان په نړۍ کې لومړنی هېواد دی چې وګړي یې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي او همداراز اروپا، امریکا او د اسیا ځینې هېوادونه هم په نړۍ کې له هغه هېوادونو نه ګڼل کېږي چې وګړي یې پکې مطالعې ته ډېر وخت ورکوي.

یوه جالبه دا ده، چې تیر کال چينايي ځوانانو مطالعې او د کتاب لوستلو ته د خپل د خلکو د هڅولو په موخه د پلازمينې بیجینګ په يو واټ کې سره راټول شول او د یو نيم ساعت لپاره يې دغه واټ د خلکو د تګ راتګ په مخ وتړلو.

دغه ډله ځوانان چې شمير يې ۵۳ تنو ته رسیده د یونیم ساعت واټ تړلی وساته او د سرک پر سر يې مطالعه وکړه.

دغه کمپاین ته «پریږدئ چې مطالعه واټونه اشغال کړي» نوم ورکړل شوی و.

د تر سره شويو سروې ګانو له مخې د ۲۰۱۴ کال په لړ کې چینایانو په اوسط ډول ۴۵۶ عنوانه کتابونه، ۶۵۰۳ ورځپاڼې او ۶۰۷ عنوانه مجلې لوستلې وې او همدارنګه سروې زیاتوي چې ډيری چينایان بیا د خپل د مطالعې دغې کچې څخه راضي نه ښکاري او ټينګار کوي چې باید مطالعه لا زياته شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button