ژوند

د ستوني د درد لاملونه

که مرۍ یا ستونی مو ډېر خراب وي، نو په دې حالت کې له کوم شي ګټه پورته کوئ؟ د ستوني درد، خوراک څښاک، خوب، خبرې کول او په عمومي کې زموږ ورځني کارونه اغېزمنوي او تر ټولو حیرانوونکې خبره خو دا ده چې د ستوني درد د بې شمیره ناروغیو له امله رامنځته کېدلی شي. له حساسیت نیولې تر عام زکام او بکتریایي انتانونه روغتیا زیانمنوي.

د ستوني درد د مختلفو ناروغیو یا شرایطو سره تړاو لري، چې ځینې ​​کورنی درمل یې په ښه کېدو کې مرسته کولی شي، چې په هغې کې د مالګې اوبه، لېمو او شات، د بوټو چای، بخار، د ستوني (لوزینجز) او سخت چاکلیټ شامل دي.

د ستوني درد څه شی دی؟

هیڅوک نه غواړي چې د ستوني درد په سبب شپې ویښ پاتې شي، د ستوني درد یو له هغه لاملونو څخه دی چې په سبب یې زموږ ورځنۍ چارې ټکنۍ کېږي. د ستوني درد هغه څه دي چې زموږ غږ خرابوي او د درد یا ناراحتۍ لامل کیږي او له مختلفو ناروغیو یا شرایطو سره هم تړاو لري، نو ځکه خو د ستوني درد د اندیښنې وړ وي او دا په دې پورې تړاو لري، چې د درد لامل څه دی؛ خو کورني درمل یې په آرامولو کې مرسته کوي.

د ستوني درد نښې نښانې څه دي؟

حساسیت
تنفسي ناروغي
د ستوني درد سره د ستوني سوخت
عام زکام
له وایروس څخه د ستوني درد
بهېدونکې پوزه
وچ ټوخی
د خارښت احساس
د ستوني سختوالی
د غږ غټېدل
د سترګو سوروالی

د ستوني درد څومره وخت دوام کوي؟

دا پدې پورې اړه لري چې د ستوني درد لامل څه دی. ډاکټران وايي چې د ستوني زیاتره دردونه چې د عام زکام په څېر د وایروسي انتانونو له امله رامنځته شوي وي، له دریو څخه تر لس ورځو پورې به دوام وکړي، خو که د بکتریایي انفیکشن لکه حساسیت له امله وي نو د ستوني درد به احتمالاً ډېر وخت دوام وکړي. که په مناسبو انټي بیوټیک یا درملو سره یې درملنه ونه شي نو اوږدېدلی هم شي، خو که یو ځل بکتریایي انفیکشن په سمه توګه تشخیص او درملنه شي، نو ممکن په یوه یا څو ورځو کې روغ شئ.

د ستوني درد لپاره اوه کورني درمل کوم دي؟

که د ستوني درد د ولیروس له امله وي، نو اړین ده چې آرام وکړئ، خو دلته اوه داسې کورنۍ درملنې درته ښيو چې د ستوني درد په کمولو کې مرسته کوي.

د مالګې اوبو غړغړه:

مالګې اوبه غړغړه کول ممکن سمدستي آرام در نکړي، خو د بکتریا د وژلو، بلغم نرمولو او درد کمولو لپاره ښه لار ده. د دې لپاره نیمه کاشوغه مالګه په اتو اونسه ګرمو اوبو کې ګډ کړئ او غړغړه یې کړئ. د مالګې اوبه د ستوني د سوخت او خارښت په کمولو کې مرسته کوي او د اوړو سوډا هم ستونی اراموي، بلغم نرموي او د ستوني خارښت کموي.

د ګرمو اوبو یا څښاکو استعمال:

د ګرمو اوبو یا څښاکو استعمال لکه چای یا د چرګانو ښوروا کولی شي چې تاسو ته آرام درکړي. د سړو مشروباتو د څښاک هڅه مه کوئ. ګرم څښاک د بلغم په پاکولو کې مرسته کوي، تنفس سیستم ښه ساتي، او د انتانونو مخه نیسي.

د شاتو او لېمو استعمال:

شات د بکتریا ضد خاصیت لري او د التهاب په کمولو کې مرسته کوي او د طبیعي ټوخي مخنیوی هم کوي. د لېمو جوس بلغم نرموي او ویټامین سي لري چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي ترڅو د انفیکشن سره مبارزه وکړي. د دې لپاره یوه کاچوغه د لېمو اوبه له دوه کاچوغې شاتو سره ګډ کړئ او یوه پیاله چای یا ګرمې اوبه ور اضافه کړئ او استعمال یې کړئ.

د بوټو چای:

ځینې ​​بوټي د ستوني درد په درملنه کې مرسته کوي، چې د سوخت او درد کمولو لپاره غوره تمامېږي.

نور یی ولوله | د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

بخار:

وچه هوا په ژمي کې د ستوني او سږو لپاره اغېزمنه وي. د ګرمو اوبو بخار یا تپ د ساه اخیستل اسانوي، خونه به مو یو څه لنده هوا ولري چې دا هم د ساه اخیستلو کې اساني راولي.

د سخت چاکلیټ کارول:

د سخت چاکلیټ څټل په خوله کې لیاړې پیدل کوي، چې دا ستونی له وچېدو څخه ساتي.

ضرور آرام وکړئ:

یو څه وخت پیدا کړئ، سر مو په خپل بالښت کېږدئ او آرام کړئ او د اړتیا په صورت کې دا پروسه تکرار کړئ. ډاکټران وايي، د خپل بدن او غږ آرامول عادي مه ګڼئ، خو سېده څملاستل کله ناکله د ستوني په شاته برخه د فشار سبب کېږي او پړسوب پیدا کوي، نو هڅه وکړئ په لوړ سر ارام وکړئ.

د ستوني په درد کې له دې شیانو ډډه وکړئ:

له وچې هوا
سګریټ څکول
تیزاب لرونکي خواړه
مساله لرونکي خواړه
له خوراک وروسته سمدستي څملاستل

کله چې د ناروغۍ خبره کېږي نو احتیاط ورسره لازمي وي، یعنې خپل لاسونه ډېر وینځئ او که ناروغه شئ، نو هڅه وکړئ چې غاښونه برش کړئ ترڅو غاښونه او ستونی مو له میکروب پاک شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button