سیمه ییز خبرونه

د ایران تازه ژمنې؛ له افغانستان سره په سوداګریزو او سیمه‌ییز اتصال کې مرسته کوو

دغه ژمنې په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي له امیر خان متقي سره لیدنه کې کړي

تازه د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفیر حسن کاظمي قمي او ورسره مل پلاوي د طالبانو له بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې ایران به له افغانستان سره په سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، چابهار بندر او نورو برخو کې همکاري کوي او تهران دې ته ژمن دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد ‏په اېکس پاڼه لیکلي، چې په لیدنه کې ښاغلي متقي د کرمان د پېښې په اړه ایراني پلاوي سره خواخوږي وښوده او خپله همدردي یې ورسره شریکه کړه.

د دوه اړخیزو پرمختګونو په اړه بحث

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراخولو، په ایران کې د افغان کډوالو لپاره ‏د قونسلي خدمتونو پر اسانتیاوو، د افغانستان-ایران د ګډې پولې د لا خوندیتوب او ګڼو همکاریو په اړه مفصل بحث وکړ.

qemee2
انځور؛ حسن کاظمي قمي او ورسره پلاوی له امیر خان متقي سره په لیدنه کې.

په اېکس پاڼه کې دا رنګه راغلي، په دغې لیدنه کې پر سیمه‌ییز اتصال، ‏د چابهار بندر د فعالیت، د چین-افغانستان او ایران کریدور او د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه د ایران پر چمتوالي بحث وشو.

نور ولولئ: یوازې د نیمروز له لارې له ایران افغانستان ته د ۵۰۰ کډوالو د جنازو انتقال

نور ولولئ: له افغانستانه د نشه‌یي توکو په قاچاق کې د ۲۱سلنه زیاتوالي په اړه د ایران اندېښنه

نور ولولئ: طالبان: په ایران کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندو

‏د همدغې ناستې په لړ کې دواړو لوریو څرګنده کړه، چې په کابل کې به د افغانستان له پاره د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازیو ګډه غونډه جوړه شي.

ایران د طالبانو پرضد د وسله‌وال حرکت ملاتړ نه کوي

د ایران او طالبانو د ښو اړیکو یوه نقطه داده چې دواړه اخوندي نظامونه دي او کړنو کې یې چندانې توپیر نه لیدل کېږي. تېره ورځ د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې ایران به د طالب ډلې پرضد په افغانستان کې له هېڅ وسله‌وال حرکت ملاتړ ونه کړي، بلکې دوی به له طالبانو سره همکاریو ته دوام ورکوي.

د ویډیو لینک:

ایراني چارواکي له طالبانو خوښ ښکاري او له دې وړاندې د ایران دفاع وزیر ویلې وو چې په افغانستان کې د طالب په بیا واکمنېدو د ناامنۍ احساس نه کوي.

بل لورته بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي وو چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت رامنځته او خپل مخالفین هم په حکومت کې ورګډ کړي خو طالبانو بیا د ایران دا وړاندیز رد کړ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button