نړیوال خبرونه

د ایران ولسمشر ته د طالبانو په غبرګون وايي پاروونکې خبرې دې څوک نه کوي

د افغانستان او ایران تر منځ د اوبو پر سر د راپورته شویو ناندریو سره هم مهاله په افغانستان کې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له ایراني لوري غوښتنه کړې چې له پارونکو ویناوو ډډه وکړي

د طالبانو د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور د ایران د ولسمشر وروستي ګواښ ته په اشارې وايي “اوس مهال وچکالي ټوله سیمه ځپلې زمونږ خوا هم د اوبو ستونزه ده خپله د نیمروز خلک اوبه غواړي خو اوبه نشته ځکه نو دا مسله باید دومره ستره نشي.”

ښاغلي منصور زیاته کړه د اوبو او هرې بلې موضوع په سر خبرې باید د تفاهم او دیپلوماتیکو لارو حل شي او د ده په وينا له “پارونکي خبرې باید د هېچا له لوري ونشي.”

نور ولولئ: افغانستان کې د ځمکې مخ اوبه په بې ساري ډول کمې شوې دي

د طالبانو د حکومت دغه چارواکی ټينګار کوي چې حکومت یې له ایران سره د ظاهر شاه د وخت هوکړې ته ژمن دی او نه غواړي ګاوندي هېواد ته یې زیان ورسیږي خو په وینا یې مقابل لوری دې هم شرایط او وچکالي په پام کې ونیسي.

هغه زیاته کړه “که خبره د محاسبې وي، دا څلوېښت کاله چې افغانستان کې بندونه نه وو او په میلیاردو متره اوبه یې زیاتې وړي دي، بیا خو به هغه هم حساب غواړي.”

په افغانستان کې په کور دننه د اوبو کموالي هم ځايي خلکو ته ډېرې ستونزې پیدا کړې دي

د ایران ولسمشر ویلي و، که د دوی تخنیکي کسانو ته مالومه شي چې اوبه کمې دي بیا یې غوښتنه نه کوي.

د طالبانو د اوبو وزیر وايي چې دوی چمتو دي چې د ایران تخنیکي کسان افغانستان ته ورشي او د اوبو کچه له نژدې وګوري.

د طالبانو دا ځواب د هلمند له سیند څخه د ایران د اوبو حق په اړه د ایراني چارواکو له پرلپسې څرګندونو وروسته څرګندیږي

د ایران د یوه خبري اژانس «تسنیم» په حواله، د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم رییسي یو ځل بیا نن پنجشنبه د افغانستان اوسنیو واکمنانو ته د ګواښ په بڼه سپارښتنه کړې چې د سیستان او بلوچستان د خلکو اوبه ورکړئ.

نور ولولئ: د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي “که زمونږ کارپوهان په طبیعي بڼه د اوبو کموالی تایید کړي، څه نه وایو کنه زمونږ خلکو د حق ضایع کیدو اجازه به چاته ورنکړو.”

د هلمند سیند اوبو کې د ایران حقابې یا حق ته په اشارې ښاغلي رییسي د افغانستان واکمنانو ته په خطاب کې ویلي “زما خبرې جدي ونیسئ چې بیا وروسته ګیله ونکړئ.”

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button