د بالیووډ دوه نور فلمونه ولیې ناکام شو؟

ځړول شوی:اگست 19, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

هندوان د بالیووډ فلمونو پر ضد کمپاین کوي

له تېر څه وخت راهیسې د بالیووډ فلمونو پر ضد د هندوانو کمپاینونو رنګ راوړی دی او تازه دوه نوي فلمونه (لال سینګ چډها) او (رکشا بندن) چې په یوه ورځ په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوي و، له ناکامۍ سره مخ شو

فلم په لومړۍ اونۍ کې ۴۵ کروړه او ۸۳ میلیونه هندي روپۍ ګټلې دي

د عامر خان او کرینه کپور نوی فلم (لال سینګ چډها) د اګست په ۱۱مه نېټه په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شوی و، چې دغه فلم په ۱۸۰ کروړه هندي روپیو باندې جوړ شوی و. خو دغه فلم په لومړۍ اونۍ یا پنځه ورځو کې ۴۵ کروړه او ۸۳ لکه (۴۵۸ میلیونه) هندۍ روپۍ وکړې او د عامر خان یو له ناکامو فلمونو څخه وګڼل شو، ځکه له دې مخکې به د عامر خان فلمونو په باکس افس باندې ریکارډونه جوړول

نور یی ولوله | انجلینا افغان ښځو ته: زه ستاسې په مقاومت او قدرت باور لرم

نور یی ولوله | د جاوید امرخېل نوې سندره

همدا راز له هند نه بهر بیا د عامر خان فلم خلکو ډېر خوښ کړی دی او له هند نه بهر یې ۳۲ کروړه هندي روپۍ ګټلي دي، چې له دې سره لال سینګ چډها ټولې ۸۶ کروړه او ۵۷ لکه روپۍ کړي دي، چې ۸۶۵ میلیونه هندي روپۍ کېږي. که چېرته د عامر خان د فلم د حقونو او او ټي ټي پېسو ته وکتل شي، نو دغه فلم باندې مصرف شوې پېسې خو ترلاسه شوي دي، خو په باکس افس چې دغه فلم څخه څومره هیلې کېدې، هغسې ونه شول او د عامر خان یو له ناکامو فلمونو څخه وګرځول شو

بلخوا د اکشی کمار او بومي پډنیکر نوی فلم (رکشا بندن) هم د اګست په ۱۱مه نېټه نندارې ته وړاندې شوی و، چې دغه فلم په لومړۍ اونۍ یا پنځه ورځو کې ۳۴ کروړه او ۴۷ روپۍ وکړې. همدا راز په نورو هېوادونو کې یې بیا ۵ کروړه او ۵۷ لکه روپۍ کړي دي چې ټولې یې ۴۶.۶۱ کروړه روپۍ کړي دي او دا یو بل ناکامه فلم شو. ځکه رکشا بندن فلم تراوسه پورې د اکشی کمار فیس هم نه دی پوره کړی، اکشی کمار په یو فلم کې د کار کولو له ۱۰۰ کروړو څخه زیاتې روپۍ اخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.