هنر او ادب

انجلینا افغان ښځو ته: زه ستاسې په مقاومت او قدرت باور لرم

د هالیوډ فلمونو مشهوره اداکاره

د هالیووډ فلمونو مشهورې اداکارې او د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ ځانګړې استازې انجلینا جولي د افغان ښځو په ملاتړ غږ پورته کړی دی او ویلي یې دي، چې هغه د افغان ښځو په مقاومت او قدرت باور لري.

د ټایم مجلې د راپور په وېنا، انجلینا جولي وايي، چې نړۍ باید افغان ښځې هېرې نه کړي، په افغانستان کې ښځو د هر څه حق له لاسه ورکړی دی او ان ښوونځي هم په نجونو تړل شوي دي. نوموړې د افغان ښځو د حالت په اړه غږېدلې ده او هغه حقایق یې نړۍ ته ښکاره کړې ده، چې اوس ورسره په افغانستان کې افغان ښځې مخ دي.

نور یی ولوله | د جاوید امرخېل نوې سندره

نور یی ولوله | اریانا سعید: کله چې د افغانتسان نوم واوری نو څه فکر مو ذهن ته رازي؟

هغې همدا راز په افغان ښځو غږ کړی دی، چې زه ستاسې په مقاومت او قدرت باور لرم او په نړۍ یې غږ کړی دی، چې باید افغان ښځې یوازې پرې نه ږدي او دوي ته دې دې خپل حق ورکړل شي تر څو د دوي معلومه او روښانه شي..

انجلینا جولي دا هم ویلي دي چې دا تورې ورځې به ژر ختمې شي او هغه هیله منه ده، چې د خپلو لوڼو سره به افغانستان ته یو ښکلی سفر کوي او هلته به له افغان ښځې ویني، د هغوی ازادي به ویني یاده دې وي چې افغانستان کې ښځو ته لا هم خپل حقوق نه دي ورکړل شوي او ورځ تر بله دوي د خپل حقوقو نه محرومیږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button