ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

د بدن دفاعي سېستم

دانسان د بدن معافیت سیسټم بدن د ناروغۍ یا نورو احتمالي زیان اړونکي بهرني ارګانونو نه محقوظ ساتي. کله چې په سمه توګه فعالیت کوي ، د غه دفاعی سیسټم یو شمیر ګواښونه پیژني او بدن باندې اټیک کولو ته یی نه پریګدي. دغه سستم پشمول  د ویروسونو، باکتریا او پرازیتونه په مقابل کې دفاع کوي.

په ۱۹۷۶ کې  يو فلم جوړ شوۍ وو ، په دې فلم کې د یوه هلک کيسه بیانېږي کوم چې د بدن دفاعي ځواک یې له لاسه ورکړی او خپل ټول عمر د ځمکې له لاندې يا سرپټيو ځايونو کې تېروي، که دا کيسه هر څومره خيالي هم وي خو نن سبا داسې خلک شته چې د بدن د دفاعي سيستم شديده ناروغي لري او بدن یې د ناروغیو په وړاندې هېڅ راز وسله په لاس کې نه لري، په هرو يو لکو کسانو کې يو کس داسې پېدا کېږي چې په خپله د بدن دفاعي سيستم ناروغي(SCID)  لري.

پخوا د دغه خلکو د تداوۍ لپاره يوازې دا تداوي موجوده وه چې د خپل ورور د هډوکي د مغز انتقال وه، خو په دې وروستيو کې د جنين تراپي تداوي دود شوې ده

د بدن دفاعي د سستم مهمې خبرې .

ډېر کله باکتریاوې، منتر او ويروسونه د ناروغیو سبب کېږي، خو ځینې وخت باکتريا او يا هم ويروسونو ته د بدن د دفاعي سيستم غبرګون هم د ناروغۍ د نښو غوندې ښکاره کېږي، د مثال په ډول کله چې تاسې بيرون يخ ووهي، د ايپيتل په حجرو چې په بدن کې ځينې خاليګاوې لکه د پوزې پوښ کوي، يا د هغوي نننۍ سحطي پوښ ورڅخه جوړ وي، حمله کوي، په دې وخت کې د بدن دفاعي سيستم غبرګون ښيي، د هيستامین په نامه يو کيمياوي مواد ترشح کوي، دا د وينې رګونه ازادوي، په دې ډول ناروغ ځای ته په چټکۍ پروتینونه او د سپين کروياتو حجرې رسېږي، خو کله چې پوزه بنده شي د پوزې رګونه التهاب نيسي.

د ناروغیو د مخنیوي لپاره د ځواکمن دفاعي سيستم درلودل په اخري درجه مهم او اړین دي، که د بدن دفاعي سيستم ډېر ضعيف يا هم بېخي له منځه تللی وي نو بدن د يوې عادي ناروغۍ ځواب هم نه شي ويلی، د بدن د دفاعي سيستم په ضعيف والي کې کم خوب هم پوره تاثير لري، څېړنو ثابته کړې ده چې کم خوبي د بدن د دفاعي سيستم حجرې چې T cells ورته ويل کېږي کموي، دا هغه حجرې دي د ټولو ناروغیو په وړاندې سخته مبارزه کوي، دا د بدن د دفاعي سيستم تر ټولو غښتلې حجرې دي، حتاً د سرطاني ناروغۍ په وړاندې هم تر ټولو غښتلې مبارزه همدا حجره کوي.

اوتوايمون ناروغۍ هغه ناروغۍ دي چې په خپله د بدن دفاعي سيستم په خپل بدن حمله کوي، په دې ډول حالاتو کې د بدن دفاعي سيستم ډېر زيات فعال کېږي، يانې د حد څخه ډېر حساس کېږي او د بدن په خپلو غړو او نسجونو داسې حملې کوي لکه په بهرنيو جسمونو یې چې کوي، صدف، ارتیت ناروغۍ همدا ډول ناروغۍ دي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د امریکا د روغتيا په ژورنال کې خپره شوې مقاله کې راغلي دي چې د اوتوايمون ناروغي نارينه او ښځينه يو ډول نه متاثره کوي، بلکې ښځې تر ډېره نيسي، په امريکا کې ۷۸ سلنه ښځې په دغه ناروغۍ په مختلفو درجو کې اخته کېږي خو د نارینه و سلنه بيا ۵-۸ ده.

د انسان بدن د خپل بدن د حجرو څخه زيات په ميلياردونو او ټریلیونونو باکترياوې لري، تر ډېره دا باکترياوې د هاضمې د سيستم سره مرسته کوي، د بي ويټامين او ويټامينK  ترشح کوي، خو پوهان وايي د کولمو باکترياوې د بدن د دفاعي سيستم سره خورا مهمه مرسته کوي.

د مثال په ډول ګټورې باکترياوې د بدن په موکوزال برخه کې چې ايپيتل حجرو پوښلې د ناروغۍ جوړونکو باکتریاوو د مېشت کېدو مخه نيسي،‌ په ځانګړي ډول دا باکترياوې هغه باکتریا او مایکرواورګانيزما وژني چې د بدن دفاعي سيستم ضعيف کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button