نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د برتانیې پر اوکراین د یرغل په صورت کې به روسیې سختو اقتصادی پایلو سره مخ شی

  روس  روس

برتانیا پر اوکرایین د یرغل په صورت کې روسیې ته دپایلی  خبرداری ورکړی چی د برتانیا بهرنیو چارو وزیرې لیز ټرس روسیې ته خبرداری ورکړی که پر اوکرایین یرغل وکړي  له سختو اقتصادي پایلو سره به مخامخ شي نوموړې ویلی چی  د جي سېون هېوادونو په غونډه کې چې د روانې اونۍ په  پای کې پیل  کېږي.

پر دې موضوع د یوالی او اتحاد  څرګندېږي او همدغه رنګه    کړنی  به ستراتیژیکه تېروتنه  وبلل شي. ښاغلې ټرس ویلی  چی  برتانیا او متحدین یې باید د روسیې له دغه  ډول کړنې څخه  مخنیوی وکړي. له هغه   څخه وروسته چې روسیې د اوکرایین پر پوله د پوځیانو یو ځای کول پیل کړي اختلافات  ډېر شوی  خو کریملین پر اوکرایین د یرغل پلان درلوده رد کړي. نوموړی  ټرس د امریکا له اړخ  د مخکني خبرداري په تکرار سره ویلي جي سېون هېوادونه باید د یرغل پر وړاندې دریځ کې پیاوړي اوسي.

نوموړې زیاته کړه روسیه داسې کړنه تر سره کړي نو دا به ستراتیژیکه تېروتنه وي او د روسیې لپاره به سختی  پایلی  ولري. نوموړی همدا رنګه زیاته کړی   بریتانیا او اروپايي ټولنه هڅه کوي چی   روسیې تر لاسه شوی  انرژۍ بندیزونه ولګوی. په خبره که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړی  نو  د جرمني او روسیې تر منځ د ګازو پایپ لاین نورد سټریم ۲ به یوه لویه  ستونزه  وي. د جرمني له نوي بهرنیو چارو وزیری سره به د جي سېون غونډې پر مهال خبرو کې دا موضوع هم شامله کړی.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

ښاغلې ټرس ویلی مونږ  باید په  ښکاره توګه  له روسیې  ترلاسه شوې انرژۍ محدودیتونه ولګو و . دا به په ټولو کې پر هغو اقتصاد چې بازار نه لري او پر بدنامو عناصرو د تکیې کمولو ستراتېژۍ برخه وي او همدغه رنګه  به باوري شي چې ازاده نړۍ د پرمختګ او پاېښت لپاره د اړتیا پر مهال ستراتېژیکه خپلواکي لري.

له دې وړاندی  پر سې شنبه په سیمه کې د اختلافاتو  کمولو لپاره د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمر پوتین سره انلاین غونډه درلوده د امریکا ولسمشر ویلی   ښاغلي پوتین ته یې خبرداری ورکړی  چې که روسیه پر اوکرایین یرغل وکړي، داسې اقتصادي پایلی به ولري چې ده به مخکې هېڅکله نه وي لیدلي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button