Uncategorized

د بریتانیا پاچا دریم چارلز د سرطان پر ناروغۍ اخته شوی دی

د بریتانیا شاهي ماڼۍ (بکېنګهم ماڼۍ) پر سرطان د پاچا د اخته کېدو خبر ورکړی دی

د بکېنګهام ماڼۍ په بیان کې زیاته شوې چې دا د پروستات سرطان نه دی خو په دې وروستیو کې د پروستات د غټېدو د درملنې پر مهال تشخیص شوی.

تر اوسه د دغه سرطان بڼه نه ده روښانه شوې، خو په اعلامیه کې راغلي چې پاچا سر له دوشنبې “منظمه درملنه” پیل کړې ده.

شاهي ماڼۍ وايي، د درملنې په تړاو د پاچا دریځ په بشپړ ډول مثبت دی او دې ته ګوري چې د امکان تر حده هر څه ژر ټولو عامه دندو ته راوګرځي.

په دولتي چارو کې د چارلز رول

په دغه بیان کې زیاته شوې چې پاچا به په عمومي غونډو او مجالسو کې حضور کم کړي، خو دولتي دندو او د دولت د مشر په توګه خپل رول ته دوام ورکوي.

1 king charles iii diagnosed with cancer king charles iii queen camilla attend sunday church
د بریتانیا پاچا دریم چارلز او شهزادګۍ کمیلا

د بکېنګهام ماڼۍ بیان کې دا نه دي ویل شوي چې سرطان په کومه مرحله کې دی.

پاچا چارلز وروستی ځل یکشنبه په ساندرېنګهام د یوې کلیسا مراسمو کې کتل شوی و چې خلکو ته یې لاس خوځاوه.

نور ولولئ: د انګلستان فیشن ډیزاینره (ملکه) بېرته ډاکټرۍ ته ستنېږي

نور ولولئ: د بریتانیا د شهزادګۍ ډیانا کمیس څه باندې یو میلیون ډالره پلورل شوی

نور ولولئ: شهزاده چارلس هم په کرونا اخته شوۍ

نوموړي شاوخوا دوه اونۍ مخکې د لندن په یوه شخصي روغتون کې د پروستات عملیات کړي و چې اوس په رغېدو دی.

بکېنګهام ماڼۍ وايي، پاچا په خپله خوښه غوښتل چې د پروستات د درمنلې خبر یې عام شي او موخه یې دا بلل شوې چې نور سړي هم وهڅوي چې د خپل پروستات معاینه وکړي.

دا هم ولولئ:  اریانا سعید په اروپايي پارلمان کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه بحث کړی

ویل شوي، نوموړی خوښ و چې د دې موضوع په اړه عامه پوهاوی ډېر شي.

۷۵ کلن پاچا به خپله نوره درملنه هم لندن کې کوي. په بریتانیا کې هره ورځ ۱۰۰۰ کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي.

د چارلز د ناروغۍ په اړه غبرګونونه

په بریتانیا او نوره نړۍ کې د دریم چارلز د ناروغۍ په اړه ګڼ غبرګونونه ښودل شوي دي. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي چې د پاچا د ناروغۍ له تشخیصېدو وروسته “اندېښمن” دی.

کله چې خبریالانو دی وپوښته چې ایا هغه د پاچا لپاره پیغام لري، بایډن وویل: “هو، زه د هغه په اړه اندېښمن یم.

“ما یوازې د هغه تشخیص واورېد. هیله لرم چې ژر به ورسره خبرې وکړم.”

د یادونې وړ ده چې دریم چارلز ۵۷ کلن ښودل شوی او د حکومت په چارو کې تشریفاتي رول لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button