نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د انګلستان فیشن ډیزاینره (ملکه) بېرته ډاکټرۍ ته ستنېږي

د کرونا ویروس له د هرې شعبې سره تعلق لرونکي په ژوند باندې اثر کړۍ نو اس د انګلستان د ښکلا ملکې ویلي دا یوه طبیعي خبره وه چې د کورونا وېروس پرمهال د مرستیالې ډاکټرې په توګه خپلې دندې ته را وګرځي. د تنفسي ناروغیو متخصصه باشا موکرجي له هنده، چېرته چې یې د خیر ښېګڼې کارونه کول بېرته برتانیا ته ستنه شوې چې د دې هېواد له روغتیا ملي ادارې سره یو ځای شي.


باشا اوس ۲۴ کلنه ده او په بوستن پیلګریم روغتون کې خپله دنده راتلونکې اونۍ پیلوي.هغې بي بي سي راډیو ته ویلي تر دې لوړ ویاړ نشته چې هم د انګلستان د ښکلا ملکه وي او هم د روغتیا ملي ادارې په څېر له یوې ویاړلې ملي ادارې سره یو څه مرسته کوي.

نوموړې د خیر ښېګڼې کارونو په لړ کې د پاکستان په ګډون څو آسیايي هېوادونو لېدنې ته تللې وه.خو کله چې یې په بریتانیا کې د روغتیا په برخه کې د روان کړکیچ په اړه واورېدل نو پرېکړه یې وکړه چې دې برخه کې مرسته وکړي. اغلې موکرجي ویلي دا را ته مناسبه ښکاره نه شوه چې زه دې په امن ځای کې وم او زما همکاران دې په لومړۍ کرښه کې خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د برتانیا د روغتیا ملي اداره په دغه هېواد کې د کووید-۱۹ ناروغۍ له پراخېدو سره د نورو کارکوونکو د جلب هڅه کوي او په دې وروستیو کې یې له تقاعد شویو ډاکټرانو او نرسانو غوښتي چې بېرته خپل کار ته ستانه شي.
باشا موکرجي‌وایي،‌ له هغه روغتیايي خطره هم خبره ده چې کار ته پر راګرځېدو دې ته متوجه دی، خو وايي په روغتون کې د کووید-۱۹ ويروس له امله له کار کولو اندېښنه نه لري.اغلې موکرجي ویلي تر ټولو لویه اندېښنه یې هغه ډېر فشار دی چې د برتانیا د روغتیا ملي ادارې پر کارکوونکو دی.

باشا موکرجي ته د طب په برخه کې له دوه سندونو تر لاسه کولو لږ وروسته د ۲۰۱۹ کال په اګست میاشت کې د انګلستان د ښکلا وټاکل شوه. هغې د تنفسي ناروغیو په وارډ کې له عملي روزنې سره هم مهال کله، کله په سیالیو او ماډلنګ کې برخه اخسته

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button