ټکنالوجي

د برېښنا پورونه ورکړل شول، خو لا هم پرچاوي ډېره ده

د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت وايي چې د برېښنا ټول پورونه یې ورکړي، خو لا هم پرچاوي ډېره ده

طالبانو وایي، چې د پرځول شوي جمهوریت پاتې پورونه یې ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران ورکړي دي.

د طالبانو د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي د سې شنبې په ورځ (د سلواغې ۱۷مه) نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دغو هېوادونو پورونه چې شاوخوا ۶۲۷ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدل په بشپړه توګه ورکړل شول.

gfoeb4rwcaau1n
څو میاشتې وړاندې د طالبانو او تاجکستان تر منځ د وارداتي برېښنا د تړون نوي کېدل

د نوموړي په خبره، یاده اندازه پورونه له تېر حکومت څخه پاتې و چې پر بانکونو د بندیزونو له لیرې کېدو وروسته دغه ریاست وکولی شول خپل ټول پورونه پرې کړي.

د برېښنا پر کورنیو سرچینو کار روان دی

ښاغلی میوندي زیاتوي، د افغانستان اتیا سلنه برېښنا چې وارداتي ده، اوسمهال د برېښنا د کمښت ستونزې د حل په موخه پر کورنیو سرچینو کار روان دی.

هغه وایي، «د یوه پنځه کلن ستراتیژیک پلان له مخې به د کورنیو منابعو پرمټ ۷۱۰ میګاواټه برېښنا ولرو.»

نور ولولئ: افغانستان د ۲۲۲۰۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري

نور ولولئ: ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

نور ولولئ: کابل کې د برښنا دوامداره پرچاوي؛ طالبانو له تاجکستان سره د لېږد تړون تمدید کړ

اخوا د افغانستان ځینو رسنیو د امریکا په کلمبا پوهنتون کې د «یورو اسیا نېټ» خپلواکې رسنۍ بیا د طالبانو د ادارې له لوري یوازې د تاجکستان د برېښنا د پورونو د ورکړې خبر ورکړی.

electricity1
په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني یې د پرانیستې مراسمو ته ورغلی و.

د برېښنا شرکت مسوولانو د روان کال د غبرګولي په میاشت کې ویلي و، چې یاد ریاست په میاشت کې د ۱۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ګاونډیو هیوادونو برېښنا واردوي

په افغانستان کې د برېښنا پرچاوي

د افغانستان د برېښنا ریاست ادعا کوي چې ټول پورونه یې ادا کړي او ددې تر څنګ یې د برېښنا په برخه کې نورو سرچینې هم تر کار لاندې دي، خو پر دې ټولو سربېره بیا هم په کابل او ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره ده او خلک له دغه پرچاوي څخه سر ټکوي.

خلک رسنیو ته وايي چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰ ساعته برېښنا وي، خو د برېښنا بېل هماغسې د پخوا په څېر ډېر پسې راځي او ورباندې تحویلېږي.

electricity

داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبان ځینو صنعتي فابریکو ته د بډو په بدل کې برېښنا ورکوي او همدا لامل دی چې د برېښنا پرچاوي ډېره شوي ده.

د یادونې وړ ده چې افغانستان اوسمهال د برېښنا ډېری اړتیاوې د سیمې له هیوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستان او تاجکستان څخه په وارداتي برېښنا پوره کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button