نړیوال خبرونه

برښنا شرکت: تر دې مهاله مو څه باندې یو مېلیارد افغانۍ پورونه راټول کړي

د افغانستان برښنا شرکت مسوولانو نن (دوشنبه) په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، دې شرکت تر اوسه پورې له یو مېلیون افغانیو ډېر پورونه راټول کړي دي.

د افغانستان برښنا شرکت مسولین 

د دوی په وینا، تر دې مهاله ۲۰۱ تنه د خپلو پورونو ورکولو ته حاضر شوي او د هغو کسانو جایدادونه یې نه‌دي پلورلي چې د برښنا شرکت پورړوي دي. د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي وايي: «په تېرو دوو میاشتو کې ۵۵۴ مېلیونه و ۵۹۵ زره او ۴۹۸ افغانۍ تصدیو او دولتي ادارو پورونه برښنا شرکت ته ورکړي دي، ټولټال یو مېلیارد و ۱۲۹ مېلیونه ۶۹۳ زره او ۹۲۵ افغانۍ د مالیې وزارت له لوري د دې شرکت حساب ته رالېږدول شوي دي

د ژمي په رارسېدو سره په پلازمېنې کابل کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې او خلک په څلرویشت ساعتونو کې اته ساعته برښنا لري. بل‌خوا د پلازمېنې ډېری اوسېدونکي د برېښنا له پرچاوۍ څخه شکایت کوي. د کابل اوسېدونکی ګل حسین امیري وايي: «کله برېښنا وي او کله نه وي، چې دې ستونزې موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي یوو

نور یی ولوله | متقي: نړیواله ټولنه دې همکاري وکړي، د فشار لار ګټه نه‌لري

نور یی ولوله | د تلویزیون نړیواله ورځ

د کابل اوسېدونکی

د کابل اوسېدونکی رحیم الله وايي: «کله چې برېښنا نه وي، نو زیاتې ستونزې منځته راځي، تاسو ته دا ستونزه تر ډېره ښه معلومه ده. خو د برېښنا شرکت عملیاتي مشر د برېښنا پرچاوۍ لامل په ازبیکستان کې د برېښنا تخنیکي ستونزه بولي او وايي، په یوه اوونۍ کې به دا ستونزه هواره شي. د هغه په وینا، د وارداتي او کورنۍ برښنا په ګډون په افغانستان کې د برښنا کچه ۸۵۰ مېګاواټو ته رسېدلې ده

د برېښنا شرکت عملیاتي مشر صفي الله احمدزی وايي: «دا پرچاوي چې تاسو محسوس کوئ دا په ولایتونو کې هم شته ده، ځکه کومه برېښنا چې له ترکمنستان څخه کابل ته راځي، نو موږ مجبور یو په لاره کې هم پرچاوي ولرو. ښاغلی احمدي زیاتوي، له بدلونونو وروسته د برښنا شرکت د ۴۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت پروژو چارې ځنډېدلي او ۱۴۵۹ جریبه ځمکه چې د دې شرکت ودانۍ او هټۍ په‌کې شامل دي، د غاصبینو له منګولو بېرته راګرځولي دي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button