د بشري حقونو د څار سازمان افغانستان کې د بېنېټ د ماموریت د غځېدو غوښتنه
د ریچارډ بینیټ ماموریت
د بشري حقونو د څار سازمان د افغانستان لپاره د دې سازمان د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنېټ د ماموریت د غځولو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په استول شوي لیک کې دغه بنسټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او د دغه سازمان د بشري حقونو له شورا یې غوښتي چې د ریچارډ بینیټ د ماموریت د غځولو ملاتړ وکړي. د دې راپور په یوې برخه کې راغلي: «د تاسو پام په افغانستان کې د بشري حقونو نقض، د بشري حقونو د نقضېدو په تړاو د ځواب نه ورکړې، په دغه هېواد کې د بشري حقونو سیستماتیک جنایاتو او په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو، د مذهبي او قومي لږکیو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعانو پر وړاندې تاوتریخوالي ته راړوم.
د بشر حقونو فعاله فرح مصطفوي وايي: «د افغانستان د حقوقي چارو په اړه د ملګرو ملتونو د استازو، د بشري حقونو د استازو او د ملي او نړیوالو سازمانونو د کار پایلې د افغانستان د خلکو لپاره د قناعت او منلو وړ نه دي. همدا لامل دی چې د هېوادونو ګټې په افغانستان کې دننه په نظر کې نیول شوي او بیا هم د دوی استازي افغانستان ته د د خپلو ګټو د تضمین لپاره راځي او ځي.
نور یی ولوله | ګاک شرکت د افغانستان هوايي ډګرونو د مدیریت قرارداد افغان چارواکو سره لاسلیک کړ
نور یی ولوله | د اسلامي امارت د کابینې یو کال پوره شو
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی
ریچارډ بنټ د روان کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وګومارل شو او افغانستان ته یې ۱۱ ورځنی سفر هم درلود. هغه په دې سفر کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او همداراز یې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو راپور هم وړاندې کړ. ټاکل شوې د ریچارډ بنټ ماموریت د ملګرو ملتونو د یو پنځوسمې غونډې پر مهال پایته ورسېږي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «لوېدیځ هېوادونه د ریچارډ بینیټ د ماموریت د غځولو غوښتنه کوي او چین او روسیه هم ورسره موافق دي، خو د ریچارډ بینیټ راپور له افغانستانه بهر لیکل شوی دی. د ښه روڼتیا لپاره، دا ده چې ریچارډ بینیټ په کابل کې وي او خپل راپور له کابله ولیکي.