ژوند او ټولنه

د بشر حقوقو افغانه فعاله؛ نړۍ باید افغانستان کې جنیستي توپیر په رسمیت وپېژني

افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو ښځو ضد تګلارې نړیوال غبرګونونه راپارولي، خو کوم اقدام یې نه لیدل کېږي

طالبانو د بیا ځل واکمنېدو سره په افغانستان کې د ښځو ضدلارې عملي کوي او ګڼ ښځینه فعالانې یې نیولي او شکنجې کړي دي. پر دې سربېره یې افغان فعالان او لیکوالان هم نیولي او زندان کې اچولي چې ګڼ غبرګونونه یې راپارولي، خو نړیوالو سازمانونو یې پر وړاندې کوم عکس العمل نه دی ښودلی چې د طالبانو ددې کړنو مخه ډب کړي.

خو دغه فعالې یو ځل بیا د جنیستي توپیر مسئله راپورته کړي

د ښځو د حقونو فعالې تمنا زریاب پریاني د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه د خپلو اعتراضونو د څلورم پړاو د پیل خبر ورکړ.

نوموړې ویلي: «هیله لرم ټول هیواوال په دې اعتراض کې د ښځو ترڅنګ ودریږي.»

نور ولولئ: د طالبانو ښځو ضد پالیسي؛ په هلمند کې د رسنیو له لارې د ښځو پر غږ بندیز لګولی

میرمن پریاني په خپله اېکس پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې نن شنبې د (لړم ۲۷مه) د جرمني په فرانکفورټ کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه د خپلو اعتراضونو پر دوام، څلورم پړاو پیلوي.

میرمن پریاني د خپلو اعتراضونو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې، د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته دوام وکړي چې نړۍ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په اړه خپله «شرمونکې» چوپتیا ماته کړي.

دغه فعالې او نورو په دې اړه اعتصاب هم کړی و

څه موده مخکې له جرمني څخه میرمن پریاني او شمیر نورو هیوادونو څخه د ښځو د حقونو فعالینو افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پیژندلو په تړاو د اعتراض په توګه د نه خوړو اعتصاب کړی و.

تمنا زرياب پریاني د دغو اعتراضونو موخه د جنسيتي توپير پر وړاندې مبارزه او د افغانستان د ښځو او هېوادوالو د غږ پورته کول بللي دي.

نوموړې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو پر وړاندې د طالبانو په بندیزونو سختې نیوکې کولې او لاریونونه یې جوړول چې بیا طالبانو له خپلو خویندو سره یې یو ځای ونیوله.

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

پریاني د طالبانو له بند څخه تر خوشې کیدو وروسته جرمني ته کډواله شوه او هلته یې له افغانو ښځو د دفاع په موخه خپلو اعتراضونو ته همداراز دوام ورکړ.

راپورونه وايي چې لا هم زرګونه افغان فعالانې د طالبانو په زندانونو کې زنداني دي او د خلاصون یې تر اوسه کوم څرک نه لیدل کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button