سفر خبرونه

د بشر حقوقو مدافعین پاکستان افغان کډوالو ته انصاف غوښته

د بشري حقوقو مدافعین پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د انصاف غوښتنه کوي

دوی له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پاکستان کې افغان کډوالو حقوقو ته ځانونه ورسوي او پر اسلام اباد فشار راوړي چې د کډوالو نړیوالو قوانینو ته درناوی او افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو څخه ساتنه وکړي.

نور ولولئ: د بشري حقوقو مدافعین پاکستان کې مېشت افغان کډوالو ته د انصاف غوښتنه کوي

دوی له نړیوالو بنسټونو غواړي چې پاکستان کې افغان کډوالو حقوقو ته ځانونه ورسوي او پر اسلام اباد فشار راوړي چې د کډوالو نړیوالو قوانینو ته درناوی او افغان کډوالو له ځورولو لاس واخلي.

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو څخه ساتنه وکړي.

دغه فدراسیون د شنبې د ورځې ناوخته نومبر۲۵ (لیندۍ څلورم) په خپل غوښتنلیک کې په پاکستان کې د دغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د مدني فعالانو، بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو، حقوق پوهانو،د مدني ټولنې د استازو، پخوانیو پوځیانو، قاضیانو، مدافع وکیلانو او د مدني ټولنې د نورو غړو په وروستیو نیونو اندیښنه ښودلې ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول

په دې غوښتنلیک کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ ورځې د نیولو څپه پیل شوې او ډیر نیول شوي کسان په جبري ډول افغانستان ته شړل کیږي.

دغه فدراسیون ویلي: “پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته دغه کډوال د خپل امنیت د خوندیتوب په لټه کې و، له دوو کلنو راهیسې په پاکستان کې اوسیږي او د کډوالۍ خپلو دوسیو ته انتظار اوباسي ترڅو د خپل امنیت د خوندیوب لپاره درییم هیواد ته لاړ شي”.

نور ولولئ: ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ پر ویره اندېښنه وښوده

دغه فدراسیون ویلي دي چې افغانستان ته ددغو کډوالو ستنیدل د هغوی د نیولو، شکنجه کولو او وژلو د ګواښونو په ګډون د سختو ګواښونو سره مل دي او که چیرې دغه مدافعان، د پخواني حکومت کارکوونکي، خبریالان او د مدني ټولنې فعالان که ونه نیولی هم شي احتمال لري چې د غچ اخیستلو د وژنو قرباني شي.

پاکستان کې افغان کډوال له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

په تبعید کې د بشري حقونو د مدافعانو نړیوال فدراسیون ویلي چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال د ګڼو ننګونو سره مخ دي.

ددغه فدراسیون له نظره افغان کډوالو ته د ویزو د تمدید د مودې اوږدوالی یو د عمده ننګونو څخه دی. همداشان دغه فدراسیون ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ، د کډوالو د منلو هیوادونو او ادارو له خوا د افغان کډوالو دوسیو باندې غور نه کول په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې دوییمه ننګونه ده.

ددې ترڅنګ دغه فدراسیون افغانستان ته ددغو کډوالو د ستنیدلو په صورت کې د وژلو خطر د یوې بلې ننګونې په توګه یاد کړی دی.

خو پر دې ټولو سربېره تر اوسه اسلام اباد د افغان کډوالو له ځورولو لاس نه دی اخیستی او همداسې ځورول کېږي او له پاکستانه ددې کډوالو جبري ایستنه دوام لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button