نړیوال خبرونه

د بهرنیو عسکرو وتلو بهیر به څنګه ترسره شي؟

د بهرنیو عسکرو وتلو بهیر به څنګه ترسره شي؟د امریکا جمهور ریس جوبایډن تیره هفته اعلان وکړ چې سرتیري به یې د سپټمبر تر ۱۱ نېټې پوري له افغانستانه په مکمله توګه وزي چې ناټو هم په همدې موده د خپلو عسکرو ایستلو خبرورکړ.

ویل کیږي چې د عسکرو وتلو لړۍ په پیل سره امریکا لومړي قدم کې ځايي ټیکدارانو سره خپل قراردادونه ختم کړي او د خپلو سامانونو په وړلو يې پیل کړی.مالومات ښيي د پوځ ایستلو لړۍ تر هغو نه پیلیږي ترڅو نورې پوځي اډې ونه تړل سي، امریکا ویلي د بايډن له اعلان وروسته يې د خپلو پوځي سامانونو لیږل پیل کړي دي.تر ډيره بریده د دې سامانونو د لیږلو لپاره هوايي لارې غوره شوې

د امریکا او طالبانو ترمابین تیر کال د دوحې تړون ترسره شو چې پر بنسټ به یې باید امریکایان تر راتلوونکې مي میاشت پوري وتلي وای خو د دې ځواکونو ماموریت نورو میاشتو ته اوږد سو طالبانو وویل که له مي میاشتي وروسته هرڅه وشي نو مسؤلیت یې د امریکا پر غاړه دی هغوی ویلي چې پر امریکايي او نورو بهرنیو عسکرو باندې د وتلو پر وخت د بریدونو مسله له وخت مخکې پریکړه ده څه نشي ویلای.

د امریکاي عسکرو د وتلو وروسته سیمه ییزې اندېښنې زیاتي شوې یو شمېر مملکتونه د امریکا او ناټو شل کلن ماموریت په افغانستان کې په کلي توګه ناکام بولي او ویلي یې دي چې هسې يې وخت تیر کړ.یو شمېر هېوادونه بیا له امریکا غواړي چې په دومره حساسو شرایطو کې باید افغانستان یوازي پرې نه ښودل شي.

750x430

په کور دننه د امریکايي سیاسونو او نظامیانو غبرګونونه هم همدا دي دوی وايي چې له افغانستانه وتل یوه احمقانه او نه جبرانیدونکې پریکړه ده او باید له سره غور پرې وشي دوی وای که دا ځل کورنی جګړه پیل شوه نو دا به هیڅ کله ختمه نشي او د سولې خبرې به هم له منځه لاړې شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button