سفر خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل ګواښکوونکي بولي

دغه سازمان وايي که په دومره لوی شمېر افغان کډوال په جبري توګه له پاکستان وویستل شي، کډوالو ته جدي ګواښ دی

د بښنې نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د افغان کډوالو “تاریخي ملاتړ” ته دوام ورکړي او له پاکستانه د هغوی د شړلو ګواښ عملي نه‌کړي.

دغه سازمان ویلي، چې په افغانستان کې به دغه کډوال د طالبانو له ځورونې سره مخامخ شي.

نور ولولئ: د طالبانو ویاند پاکستان کې له افغان کډوالو سره چلند د نه زغم وړ بولي

د سویلي اسیا په چارو کې د بښنې نړۍوال سازمان یوې مشرې نادیه رحمان ویلي، دغه سازمان د پاکستان له حکومته غواړي افغان کډوالو ته اجازه ورکړي، چې د اېستلو له وېرې پرته په برم او عزت سره په پاکستان کې ژوند وکړي.

د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرې غوښتنه

دغه سازمان یو ځل بیا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ غوښتي، چې په پاکستان کې د پناه غوښتونکو افغانانو د غوښتنلیکونو د ثبت او ارزونې بهیر چټک کړي.

نوموړې زیاته کړه: “نړۍواله ټولنه باید ژر تر ژره په افغانستان کې د هغو کسانو چې د طالبانو د ځورونې له امله تښتي، خپلې ژمنې پوره کړي.”

دغه سازمان ویلي، په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو ډېر افغانان ژوند کوي چې ډېری یې ثبت شوي نه دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د سه شنبې په ورځ وویل، چې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته باید اجازه ورکړل شي چې په خپله خوښه له دې هېواده ووځي.

د افغان کډوالو ایستل د اندېښنې وړ دي

د دغه سازمان ویاند قیصرخان افریدي له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پلان د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه د دغه هېواد د حکومت د نوې پرېکړې په تړاو له اړوندو پاکستاني بنسټونو د لا زیاتو توضیحاتو غوښتونکي دي.

نور ولولئ: طالبان نور چاته خپل‌سرې سزاګانې نه شي ورکولی

په دې وروستیو کې د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د دغه هېواد د حکومت پر پرېکړې غبرګون ښودلی او د دې پرېکړې د ژر تر ژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه کمیسیون ویلي، له ترهکرو ډلو سره د تړاو له امله له یو میلیون څخه د زیاتو کډوالو اېستل د پاکستان د ملي امنیت په اړه د لنډ او محدود نظر ښکارندویي کوي.

طالب چارواکو هم د پاکستان د دې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې د نه منلو وړ بللې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button