تجارت خبرونه

د تورخم له لارې پاکستان سره سوداګري کمه شوې

د تورخم له لارې هېواد ته د سوداګرۍ کموالی موندل شوۍ د افغانستان او پاکستان دولتونو تر منځ د خرابو سیاسي تعلقاتو له له کبله د تورخم له لارې سوداګرۍ ٨٠ سلنه راکمه شوې ده او پر ځاۍ نورو هېوادونو او لارو باندې سوداګري زیاته شوې ده،

تجاران وايي د دواړه مملکتونه اقتصاد او سیاست سره تړلی چې د پولي دواړو خوا سوداګرو ته يې میلیونونه ډالر زیانرسولۍ دۍ، دوی وایي د ورځې به شاو خوا ۱۵۰۰بار وړونکو موټرو تګ راتګ کولو خو اوس دغه ارقام ۲۰۰ سوه ته راکم شوي دي. د جلال اباد ګمرک رييس وايي د سوداګرو لپاره يي سهولتونه برابر کړي او کوښښ کوي چې یو ځل بیا دغه لار پخواني حالت ته بوزي،

تجاران زیاتوي چې له تېرو لسو کلونو را هیسې له دې لارې سوداګري کمه شوې ده.دوی وايي د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترینګلي سیاسي مشکلاتو له امله د تورخم له لارې هېواد ته سوداګري کمه شوې او دغې چارې سوداګرو ته میلیونونو ډالر تاوان رسولۍ دۍ،او که حالات همداسې دوام وکړي نو دا به تجاران د سوداګري ختمولو ته مجبور کړي او نور به دا مسلک بیخي پریږدي،

سوداګر وايي دافغانستان ۹۰ سلنه تجارتي اموال د کراچۍ بندر له لارې هېواد ته راځي خو د دواړه هیوادونو تر منځ د نه همغږۍ له امله د افغان سوداګرو ۱۳۵۰۰ کانټینر د پاکستان په خاوره کې بند پاتې دي.دوی وايي د هېواد دننه نا سم ګمرکي وضعیت او نا انډولۍ هم د تورخم له لارې سوداګري خرابه کړې ده.

دويي شکایت کوي چې دجلالبادګمرک د محصول تعرفه لوړه ده او دوی هڅه کوي چې ننګرهار او کابل ته د کندهار او خوست له لارې تجارتي اموال راوړي چې په قیمت ورته ارزانه تمامیږي.د ننګرهار ګمرک هم مني چې له تېرو لسو کلونو راهیسې له دغې لارې سوداګري کمه شوې ده.چارواکې وايي اوس يي سوداګرو ته ګمرکي سهولتونه برابر کړي خو کوښښ کوي چې له دې لارې یو ځل بیا تجارت پراخه شي.

ښاغلۍ نصرت الله صاحبزاده وايي قانون سل سلنه تطبیق کوي خو وايي د هېواد ګمرکې قوانین یو شان دي او هېڅ کله به اموال په لوړه بیه محصول نه کړي.تورخم لار د کراچۍ بندر له لاري هېواد ته تر ټولو اسانه او مناسبه لاره ده خو سوداګر وايي که زمونږ مشکلات حل شي مونږ له دغه لارې تجارت نور هم زیاتوالۍ راولو کوم چې به اوس وخت کې هېواد ته ډېر کومک وکړي،

د ګاونډي هېواد پاکستان سره کله نا کله د سیاسي اړیکو د خرابوالي له امله د پاکستان او افغانستان سوداګريزې اړیکې زیانمنې شوي دي .د پاکستان دولت هر کله یې چې زړه وغواړي پر افغان سوداګرو ټول سوداګریز بندرونه تړي او د صادراتو او وارداتو مخه نیول کیږي ، چې له امله یې افغان سوداګر او کروندګر له غټو مشکلاتو سره مخ کوي دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button