د جمهور ریس غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه جوړه شوه

ځړول شوی:دسمبر 24, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا وبا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه پرون سهار په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه.په دغه غونډه کې د روغتیا وزیر جواد عثماني او و طبی شورا مشره نسرین اوریاخېل هم موجوده وه.

دغونډې په پیل کې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د مرکز او ولایتونو په روغتونونو کې د اکسېجن عاجلې اړتیا ته په اشارې وویل، د اکسېجن د تولید ۸ دستګاوو له نصب سره به د کرونا ناروغانو د اکسېجن ستونزه حل شي.هغه د کابل دولتي روغتونونو رئیسانو سره د مرکز د ۱۷ او ۱۰ ولایتي روغتونونو او د ICU عاجلو پروژو خدمتي برخو د یو کال اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو فاینل شوی لېست، وړاندې کړ.احمد جواد عثماني وویل، پاکستان ته د تلونکو مساپرو د PCR ټېسټونو ستونزه د حل او اسانتیاوو په موخه د بهرنیو چارو وزارت له لارې له پاکستان سره شریکه شوې ده.

وروسته د افغانستان د طبي عالي شورا رئیسې ډاکټر نسرین اوریاخېل د افغان جاپان روغتون د وضعیت او د جمهوري ریاست عالي مقام ځانګړې دستیارې ډیوه صمد په ۳۴ ولایتونو کې د اکسیجن او د پرسونل د محافظتي وسایلو د وضعیت په اړه خپل راپورونه او معلومات شریک کړل.جمهوررئیس غني د هغوی د راپورونو تر اورېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې په دوو اونیو کې د اکسېجن د اړتیا او امکاناتو په اړه واضح راپور چمتو او حکومت پر هغه اساس عاجل اقدامات وکړي.

جمهوررئیس غني وویل: عامې روغتیا وزارت دې د کویډ ۱۹ جوړېدونکو روغتونونو اړتیاوې مشخصې کړي چې پر وخت ورته رسیدګي وشي. همدارنګه دې د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې پرمهال د ډاکترانو او روغتیایي کارکوونکو په معاشونو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره واضح پلان ترتیب کړي.

د جمهور ریس غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه جوړه شوه
د جمهور ریس غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه جوړه شوه

د افغانستان ولسمشرغني د غونډې په پای کې وویل، عامې روغتیا وزارت باید د کرونا دویمې څپې سره مبارزې ته د ځانګړو شویو منابعو او اقداماتو راپور وخت پر وخت او وضاحت له خلکو سره شریک کړي او دوی خلکو ته ځواب ویونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *