نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د حماس-اسراییلو له جګړې سره سم، پر امریکايي اډو هم بریدونه زیات شوي

په عراق او سوریه پر امریکايي اډو تازه بریدونه شوي دي چې پینټاګون یې خورا اندېښمن کړی دی

د حماس او سراییلو د جګړې له پیل سره سم سپینې ماڼۍ په منځني ختیځ کې د خپلو اډو د ساتنې لپاره د پوځونو شمېر زیات کړ او په ورته وخت کې یې ایران او یمن ته ګواښ وکړ چې د بریدونو په کولو کې له ځان سره فکر وکړي او که کوم غلط قدم یې پورته کړ، نو درنه بیه به یې پرې کړي.

پر امریکايي اډو تازه بریدونه

امریکايي چارواکو راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سوریه او عراق کې پر امریکايي ځواکونو ۴ بریدونه شوي دي.

رویټرز نن سهار وختي (د لړم په ۱۹مه) د امریکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو څلور ځله بریدونه شوي.

د دغو چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې درې امریکايي پوځیان برسېرن ژوبل شوي دي.

نور ولولئ: اسرائیلي ځواکونه د غزې ښار مرکز ته ورسېدل

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ یوه برتانوي هوايي شرکت تل ابیب ته الوتنې وځنډولې

امریکايي چارواکو او امنیتي سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې په سهار د موصل بندر ته څېرمه د امریکايي ځواکونو پر کاروان یوه ځای پر ځای شوي بم وچاودید؛ خو دغه چاودنه مرګ ژوبله نه لري.

د راپورونو له مخې، یوه بې پیلوټه الوتکه هم په بغداد کې د عین الاسد هوايي اډې په لور توغول شوې؛ خو موخې ته له رسېدو مخکې غورځول شوې ده.

یوې بلې بې پیلوټه الوتکې هم په اربېل کې د الحریر په هوايي اډې برید وکړ؛ خو رانسکوره شوه.

بریدونو اړولی زیان

دغه بریدونه د تېلو په یوه ګودام کې د اورلګېدنې لامل هم شول.

پر اسراییل د حماس له برید وروسته، په عراق او سوریه کې پر امریکايي ځواکونو لږ تر لږه ۴۰ ځله بریدونه شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې په دغو بریدونو کې ۵۶ امریکايي پوځیانو ته مغزي زیان اوښتی او یا هم برسېرن ژوبل شوي دي.

امریکا د ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړه برخمنې ډلې د دغو بریدونو مسوولې بولي، هغه څه چې تهران یې ردوي او وايي، دغه ډلې په سیمه کې پر امریکايي ځواکونو په خپله خوښه بریدونه کوي.

د یادونې وړ ده چې د حماس او اسراییلو د جګړې له پیل سره سم امریکا په سیمه کې یو څه وارخطا ښکاري او له همدې امله یې احتیاطي ګامونه چې هغه د پوځو د شمېر ډېرول هم په کې راځي، اخیستي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button