نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د حماس-اسراییل جګړه؛ اسراییلو د غزې په سوېل کې خلکو ته د وتلو خبر ورکړ

غزه کې د حماس او اسراییل تر منځ له اوربند وروسته بیا جګړه پیل شوه او اسراییلو تازه بریدونه کړي دي

په غزه کې د اسرائیل او حماس تر منځ په خونړۍ جګړه کې له اووه ورځني ځنډ وروسته اوس دواړو خواوو پر یوه بل د لومړي ګوزار پړه اچولې. د اوربند له ماتېدو وروسته اسرائيلي جنګي الوتکو په غزه کې پر څه باندې ۲۰۰ ځایونو بریدونه کړي.

د حماس د روغتیا وزارت ویلي چې د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۱۷۸ فلسطينیان د اسرائيلي ځواکونو په دغو ګوزارونو کې وژل شوي او ۵۸۹ نور ټپیان دي.

د جګړې بیا پیلېدل ناروین بلل شوی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر تورک په غزه کې د جګړې بیا پیل ناورین بللی او ویلي یې دي چې اسرائيل باید نړیوال قوانین په پام کې نیولي وی. د هغه ویاندې راوینا شمداساني ویلي:

“موږ له ټولو هغو لورو او دولتونو چې پر دوی اغېز لري غواړو چې هر څومره ژر خپلې هڅې دوه برابره کړي تر څو د بشري مرستو او د بشري حقونو لپاره اوربند حتمي شي. حالت د ناورین له پولو بهر دی. د نړیوال قانون له مخې اسرائيل د اشغالګر ځواک په توګه اړ دی چې په غزه کې د خلکو د خوړو، اوبو او درملو په څېر اړتیاوې پوره کړي.”

نور ولولئ:جوبایډن د اسراییل او حماس تر منځ د لنډمهاله اوربند د غځېدو هڅې کوي

نور ولولئ: د حماس-اسراییل جګړه؛ له اوربند وروسته اسراییلو پر غزه بریدونه کړي

نړیوالو مرستندویه ادارو په غزه کې د موقت اوربند ماتېدل غندلي دي.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې ویلي، په غزه کې جګړه بېرته پیلېدل “په دې تړانګه کې د ماشومانو د اعدامولو د حکم” په معنا ده چې نغوته (اشاره) یې د جمعې پر ګهیځ د اسرائیلو بمباریو کې د ولسي وګړو وژل کېدو ته ده.

اسراییلو خلکو د وتلو په خاطر خبرپاڼې خپرې کړي

د اسرائيل پوځ د غزې په سوېلي ښار خان یونس کې هم داسې پاڼې خپرې کړې چې پکې د هغه ځای له خلکو هم غوښتل شوي چې دا ځای پرېږدي.

د خان یونس په نصر روغتون کې خلک وايي دوی په کورونو کې وو چې ناڅاپه بمبار پیل شو. په ځینو نورو سیمو کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

فلسطینیانو له عربو او نورو مسلمانې نړۍ غوښتي چې ولې د غزې په ویر چوپه خوله دي او ولې د دوی په ملاتړ غږ نه پورته کوي؟

تر اوسه یوه اسلامي هېواد هم داسې اقدام نه دی کړی چې په هغه کې د فلسطینیانو مخامخ ملاتړ موجود وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button